په ژوندی پڼه خپرونه
    ترینبول: ناټو له اسټرالیا غواړي، چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون زیات کړي

    ترینبول: ناټو له اسټرالیا غواړي، چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون زیات کړي

    © Fotolia/ Kariochi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    ناټو د اسټرالیا له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون زیات کړي. په دې هکله خبر د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ترینبول کړې دي.

    اوسمهال په افغانستان کې د استرالیا۳۰۰ تنه پوځیان د ځايي پوځیانو د ښوونکو او سلاکارانو په توګه دنده تر سره کوي.

    لومړي وزیر ریتر آژانس ته د خپل لنډ سفر په ترڅ کې وویل؛ چې د اپریل په میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر په اوږدو کې یې د پوځیانو د شمیر د زیاتېدو په هکله غوښتنه تر لاسه کړې ده. «مونږ مخالف نه یو، خو مونږ باید د خپلو پوځیانو چې په نورو سیمو او نړۍ کې دي، څیړنه وکړو».

    د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر دین کوتوس ویلي وو؛ که په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د ټلوالې د هیوادونو پوځیان ډیر نه شي نو په دې هیواد کې امنیتي حالات کېدای شي، خراب شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی