په ژوندی پڼه خپرونه
    ایا په مسلمانانو کې د لواطت زیاتېدا اسلامي نړۍ ګواښلی شي

    په مسلمانانو کې د لواطت زیاتېدا اسلامي نړۍ ګواښوي

    © Fotolia/ govicinity
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 96620

    په ایران، سعودي عربستان، سودان، ماوریتانیا او یمن کې د لواطت په تړاو د مرګ جزا ټاکل شوې .

    لواطت او همجنسبازي په اسلامي نړۍ کې هېښوونکی ځای لري. له یوې خوا ټول پر دې پوهیږي، چې دغه ناوړه کړنه شته او ډېره پراختیا لري، خو له بلې خوا د واک رسمي انستیتوتونه په ډېر زړه نازړه توب د دغې کړنې شتون مني او په واقعیت کې یې ځان پټاوي ته اړ کوي. په دې ډول د همجنسبازانو ټولنې لپاره یوازې یوه لاره پاتې کیږي او هغه د انټرنېټ نړیوال جال ته د پناه ور وړل دي. د نړیوال جال عربي برخې ته د نارینه او ښځینه همجنسبازانو پراخ ورتګ د هغو لوېدیزو کارپوهانو او سیاستپوهانو د خوشالۍ لمبې راپورته کړې، چې په اسلامي نړۍ کې یې د همجنسو په منځ کې د سکسي اړیکو د لوی انقلاب راتلل اټکل کړي وو.
    د نارینه همجنسبازانولپاره د انټرنیټي فورمونوراپیدا کېدل- دا د ژورو کلتوري او دیني آرونو په وړاندې ستر ګواښ دی، او دغه ګواښ به داسې مفکورې راپیدا کړي چې لږه موده وروسته به هغه هېوادونه لاندې کړي، چې د اوسیدونکو ډېری یې مسلمانان دي. د کارپوهانو په اټکل، په نېږدې راتلونکې به اسلامي نړۍ له داسې پېښو سره مخامخ شي، چې د ټولنې پراخ انټرنیټي کېدو او نړیوال جال ته د همجنسبازۍ د فعالینو پراخ ورننوتون راپیدا کړي.
    داسې انټرنېټي چوترې شته، چې هلته همجنسبازان ځانونه بیخي ازاد احساسوي. د دغه ډول بلاګونو ډېری چلوونکي په بیروت کې ژوند کوي. دا دسیمې یوه ډېره ازاده او زغمونکې پلازمېنه ده. دلته د همجنسبازۍ په تور د مجازاتو کچه یوازې یو کلن بند دی. په سعودي عربستان کې د همجنسبازي په تور له مجرم نه، سر پرې کوي. یو کال بند او د سر پرېکېدا خو هر څوک سره پر تله کولای شي.
    د منځني ختیځ د همجنسبازانو له انټرنېټي چوترو څخه ډېرې کمې چوترې پر دې بریالۍ کیږي، چې په نړیوال جال کې یوڅو کاله پاتې شي. د اسلامي هېوادونو امنیتي اورګانونه د «عربي پسرلي» له وخته راهیسې پر دې پوهیدلي، چې د انټرنېټ له لارې د لاریونونو څارنه او همغږۍ کولای شي نو ځکه اوس هغه پېښې ډېرې څاري، چې په دغو انټرنېټي چوترو کې پېښیږي. دوی د خصوصي اطلاعاتو د خپرولو او بندي کولو د ګواښونو له لارې همجنسباز فعالین همکارۍ کولو ته اړ کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی