په ژوندی پڼه خپرونه
    ناکامه مینه په هند کې په تروریزم بدل شوې

    ناکامه مینه په هند کې په تروریزم بدل شوې

    © AFP 2017/ Voishmel
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12110

    په تېرو 15 کلونو کې په هند کې ناکامې مينې د تروریستي بریدونه پر تله شپږ ځله زيات د خلکو د مړینې سبب ګرځیدلي .

    د هند د ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخي د 2001 — 2015 کال په موده کې مینه په رسمي ډول د 38 زره ځوانانو د وژني او د تقریبا 80 زره ځان وژنې پیښې د علت په توګه ثبت شوي دي. د چارواکو په وینا په دغه موده کې 260 زره ښځو د « واده په موخه » تښتول شوی دي.
    د ځان وژنو زیات شمیر پیښو له ناکامې مینې سره نه دي تړلې ، ډیرو کارپوهانو دغه حالت د هند له ټولنیز جوړښت سره تړلې ګڼي.
    د هند ټولنې د طبقو پر اساس ترتیب شوی، په طبقو کې د ټولنې ویش په لرغونو وختونو — ان 3500 کاله پخوا پیل شوی وو.
    دغه ویش ظاهرا د هند ـ ایران ټولنې په وخت کې موجود وو. داسې بریښي چې په «درې بیشتر» د ټولنې ویش په لرغونې ایران کې دودو وو.
    که څه هم په ایران کې دغه سیستم د وخت په تیریدو ورک شو ، خو په هند کې بر عکس وده موندله او ډیر پیچلې کیده. طبقو د مراتبو د سلسلو تابع دي او په هغو او یا دغو طبقو پورې تړلتوب تر اوسه هم په هندي ټولنه کې د شخص موقف ټاکي.
    نن ورځ سره له دي چې د هند د اساسي قانون له مخې قبیلوي تبعیض په هند کې منع دي ، خو په عمل کې قبیله د پخوا په شان اوس هم د هند د ژوند تر ټولو مهمه پدیده ده ، په تیره بیا په کلیوالي سیمو کې ،هلته چې د لرغونو دودونو جوړښت تر نن ورځې دوام لري.
    د مختلفو قبیلو ترمنځ واده تل په جدي توګه محدود وو. خو اوس کله چې د لویدیخ لیبرال ارزښتونه د ډله ایز کلتور له لارې په ژوره توګه د هند په ټولنه کې نفوذ کوي ، دودیزه ، ټولنیز- کلتوری نورمونه ویجاړوي.
    زیات شمیر خلک په تیره بیا ښاري اوسیدونکو لرغونو دودونه خرافات ګڼي او نه غواړي چې د خپلو نیکونو د دودونو پیروي وکړي.
    د کورني ، خپلوانو او ټولنی د نظر په پام کې نیولو پرته د خپلې هیلې د میړه انتخاب د دودیزو جوړښتونو له شدید مخالفت سره مخامخ دي
    له کچې وتلې محافظه کاره پلار واکه کورنۍ ، چمتو دي خپل اولاد قربانی کړي د دې پر ځای چې د هغوی انتخاب چې د قبیلې د مراتبو له اصولو څخه سر غړونه ده ومني. دا ډول سر غړونه ستره ګناه ده او د کورنۍ لپاره شرم ګڼل کیږي.
    که څه هم دغه تیری زیاتره نه یوازې د خپل کورنۍ غړو ته متوجه دی ، بلکې د بیلګې په ډول د ټیټو قبیلو د مین لور یا زوی او د هغوی د کورني غړي ته هم متوجه دي چې اجازه ورکړي د دوی اولاد د قبیلو اصولو تر پښو لاندې کړي. اکثرا همدغه تناقضاتو د وژنو او ځان وژنو علت دي.
    غربي پوهانو او همدا رنګه د هند په لویدیځ کې د هغوی همکاران قبیلوی سیستم د تیر شوی تاریخی یادګار د داسې خڼډ په سترګه ګوري چې انفرادي ازادي محدودوی.
    هند د ډیر لرغړنې فرهنګ هیواد دي چې نن د د تحمیلي ماتریالیزم له خطر سره مخامخ شوی. له همدې کبله په دغه هیواد کې د هغو کسانو اواز په لوړ غږ پورته کیږي چې غواړي د لرغونو دودونو او د خپل هویت ساتنه وکړي.
    هغه څه چې نن په هندي ټولنه کې پیښیږي د افرادو او ډلو ګناه نه ده دا د سنتي او معاصر ټولنې د ټکر حتمي نتیجه ده. د مینې پر بنسټ په ځان وژنو او وژنو کې د دغې ستونزې حل یوازې هغه وخت پیدا کیدای شي چې دغه ټکر د هغې و یا دغې ډلې په ګټه پایته ورسیږي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی