په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوريي کې د امنیتي زونونو د جوړولو په اړه خبری کړی

    لاوروف واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوريي کې د امنیتي زونونو د جوړولو په اړه خبری کړی

    © Sputnik/ Natalia Seliverstova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1601

    د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوريي کې د امنیتي زونونو د جوړولو په اړه مفصلي خبری کړی، او دا موافقه ترلاسه شوی، چې د سوريي په اړه خبري اتري به د آستاني او ژنيو په فرمت دوام پیدا کړی. دا خبری د روسيي د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف کړی.

    نوموړی خبریالانو ته وویل: «زموږ وزیر واشنګټن ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د سوريي د حالاتو په اړه مفصل بحث کړی، په ځانګړې توګه په سوريي کې د امنیتي زونونو د جوړولو په اړه.»

    یوري اوشاکوف زیاته کړه:«موافقه وشوه، چې د سوريي په اړه خبري اتري به د آستاني او ژنيو په فرمت دوام ومومی.»

    د روسيي د ولسمشر مرستیال په وینا، سربیره پر دې په خبرو اترو کې د هغه نورو نړيوالو مسايلو په اړه، چې په حل کې يې روسیه او امریکا کولای شي مثبت رول ولوبوي، بحث شوی.

    اوشاکوف: «لاوروف په واشنګټن کې د افغانستان د حالاتو او د فلسطین-اسراییلو د شخړی د حل لارو په اړه هم خبری اتری کړي.»

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی