په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا امریکا ته د ترهګرۍ د ناوړه پایلو ګواښ وکړ

    شمالي کوریا امریکا ته د ترهګرۍ د ناوړه پایلو ګواښ وکړ

    © AFP 2017/ Kim Won-Jin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8201

    د«دولتي تروریزم» پالیسي چې د امریکا دولت یې د شمالي کوریا پر وړاندې پر مخ بیايي، د واشنګټن لپاره ناوړه پایلې لرلای شي. په دې هکله خبر د شمالي کوریا مرکزي ټلویزیوني کانال خپور کړی دی.

    په دې هکله اعلامیه کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پالیسي په توندو ټکو غندل شوې ده. د شمالي کوریا په اند؛ «امریکا په پام کې لري، په شمالي کوریا اقتصادي، سیاسي، پوځي فشارونه زیات او غواړي مشرتابه لرې او رژیم بدل کړي».

    ویل کېږي، چې شمالي کوریا لوړ پوړي چارواکي د امریکا او جنوبي کوریا د پټو عملیاتو له کبله چې په دې وروستیو کې یې ددې هیواد د مشرتابه پر وړاندې په لاره اچول شوي وو، په فهر دي. د مای دمیاشتې په ۵ نېټه ددولتي امنیت د چارو وزارت استازي اعلان وکړ، چې ددې «جنايي عمل» مخنیوی یې کړی دی.

    په دې هکله د اعلامیې له مخې ویل کېږي، چې په داسې حالاتو کې به پوځ او خلک ددفاع په موخه ډیر سخت ګامونه پورته کړي. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی