په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت: امریکا ژمنه کړی چې د شړل شوو دیپلوماتانو په تړاو به د حل لاره وړاندې کړي

    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت: امریکا ژمنه کړی چې د شړل شوو دیپلوماتانو په تړاو به د حل لاره وړاندې کړي

    © AP Photo/ Dmitry Lovetsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 85 0 0

    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا په وینا، واشنګټن مسکو ته ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د امریکا څخه د ۳۵ شړل شوو روسې دیپلوماتانو او په امریکا کې د روسیې د دیپلوماتیکو ملکیتونو په تړاو د حل لاره وړاندې کړي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خپل امریکايي سیال رکس تیلیرسون سره او وروسته يې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. لاوروف د خپل سفر په ترڅ کې د نورو موضوعاتو په خوا کې په امریکا کې د روسیې د دیپلوماتیکو ودانيو د ستونزو په اړه خبری اتری کړی.

    زخارووا د «روسیه — ۱» ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل: «زموږ امریکايي همکارانو ژمنه کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به ددې ستونزو د حل لپاره خپل وړانديز موږ ته وړاندي کړی.»

    د یادوني وړ ده، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په پای کې، د ولسمشر اوباما اداري د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لاسوهنو په تور د روسيي پر نهو ادارو او شرکتونو بندیزونه وضع کړی.

    سربیره پردي امریکا په واشنګتن کې د روسيي د سفارت او په نیویارک کې د روسيي د دایمي ماموریت دوه تفریحي کمپلکسونو تړلی او ۳۵ تنه روسي دیپلوماتان یې د امریکا څخه وشړل.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه د روسيي د ګوښي کولو د سپيني ماڼې څرګندوني د تعجب وړ وبللي
    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا د ستر نااټومي بم د اغیزمنتیا د شواهدو په تمه دي
    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو سره د فدرالی روسیي اړیکی - د ملی پخلاینې او د روسانو د خوندیتوب په موخه دی
    د روسيي د بهرنیو چارو وزارت د الجزيرې خبر، چی روسیه د افغانستان د ترهګرو سره همکاری کوی، رد کړی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی