په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا نامعلوم ډول ریاکتیوي ګولی ویشتلې ده

    شمالي کوریا نامعلوم ډول ریاکتیوي ګولی ویشتلې ده

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24811

    شمالي کوریا لویدیځ ساحل ته نژدې نامعلوم ډول ریاکتیوي ګولی ویشتلې ده. په دې هکله د رویتر آژانس د جنوبي کوریا د پوځیانو له خولې خبر ورکړی.

    د رینهاپ آژانس په خپل وار د جنوبي کوریا د درستیزونو د آمرانو د متحدې کمیټې په حواله خبر ورکړی چی شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ نوې آزموینه، احتمالاً، بالیستیکي توغندی، آزمویلی دی.
    اژانس د کوریا د جمهوریت د درستیزونو د آمرانو د متحدې کمیټې اعلامیه داسې نقل کړی:« شمالي کوریا نن سهار وختي د پخیونان د ولایت د کوسان د ولسوالی په سیمه کی د توغندي د نامعلوم ډول توغول تر سره کړل».
    د جاپان چارواکو ویلي چی د شمالي کوریا توغندی، په فرضي توګه، تر دیرشو دقیقو الوتنې وروسته، پرته له دې چی د جاپان خاصې اقتصادي سیمې ته ورسیږي، د جاپان په سمندرګي کی راولوید.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی