په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین هیوادونه له جګړه غوښتونکو څرګندونو څخه ډه ډه کولو ته راوبلل

    پوتین هیوادونه له جګړه غوښتونکو څرګندونو څخه ډه ډه کولو ته راوبلل

    © AP Photo/ Mark Schiefelbein
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د «یوې لړی – یوې لارې» په غونډه کی وویل، نړۍ باید له جګړه غوښتونکو څرګندونو څخه لاس واخلي، د زړو چلندونو په منطق هیڅ یوه ستونزه نه شي حلیدای.

    پوتین وویل:«باید هغه ګواښونه هم هیر نه کړو چی سیمه ایزې شخړې رامنځ ته کوي، د زړو تضادونو سیمې، هغوی د یوریشیا په ډیرو زیاتو سیمو کی پرځای پاته دي. د دې لپاره، ترڅو دغه غوټې خلاصې کړو، باید ترټولو دمخه له جګړه غوښتونکو څرګندونو، متقابلو تورونو او غندنو څخه چی اوضاع یوازې لانوره هم ویجاړوي، لاس واخیستل شي».
    د روسیې مشر زیاته کړه:«په کلي توګه د زړو چلندونو په منطق هیڅ یوه ستونزه نه شي حلیدای. تازه او د زړو فکرونو نه خلاصې مفکورې ضروري دي».
    پوتین معتقد دی چی یوریشیا د محتوالرونکې اجندا د طرحه کولو او وړاندې کولو توان لري چی پکې د امنیت د تامین، د دولتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، د اقتصاد، ټولنیزې برخې، د اداري سیستم او د ودې د نوو خوځوونکو عواملو د سازمانولو مسالې شاملې وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی