په ژوندی پڼه خپرونه
    ترامپ له «بربریت» سره په مبارزه کی د بریو په هکله د امریکا د جنرالانو د رپوټ په هکله اعلان کړی

    ترامپ له «بربریت» سره په مبارزه کی د بریو په اړوند د امریکا د جنرالانو د رپوټ په هکله اعلان کړی

    © REUTERS/ Brendan McDermid
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ ویلي چی امریکایي جنرالان به په راتلونکې اونۍ کی له «بربریت» سره په مبارزه کی د بریالیتوبونه په هکله معلومات ورکړي. په دې هکله د «ریانووستې» آژانس خبر ورکړی.

    ترامپ وویل:«دا هغه بربریت دی چی موږ یې نن ورځ وینو، کوم چی په وروستیو څو کلونو کی ګورو. غواړم، ستاسې د جمهور رییس په توګه، ووایم چی له دې سره په مقابله کی زموږ چارې ډیرې، ډیرې ښې دي… په راتلونکې اونۍ کی تاسې ډیرڅه زموږ له جنرالانو اوریدلی شی».
    د امریکا مشر په عین حال کی دا خبره دقیقه نه کړه چی د ده مقصد د «بربریت» له کلمې څخه څه دی.
    دمخه ترامپ ویلي وو چی د څیړنو د فدرالي ادارې نوی مشر ښايي د راتلونکې اونۍ تر پایه وټاکل شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی