په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې «کرسنادار» نومی اوبتل د مدیترانې سمندرګي ته داخل شوی

    د روسیې «کرسنادار» نومی اوبتل د مدیترانې سمندرګي ته داخل شوی

    © Sputnik/ Alexei Danichev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 81 0 0

    د روسیې د سمندري ځواکونو «کرسنادار» نومی اوبتل د بالتیک له سمندرګي څخه تور سمندرګي ته د دایمي استقرار ځای ته ځوځیدلی. هغه د شنبې په ورځ د جبل الطارق له آبنا تیر شو اود مدیترانې سمندرګي ته داخل شو. اوبتل د اوبو پرمخ حرکت کوي.

    د «انتیرفاکس» د آژانس د خبر سره سم، هغه د «ټیکاندیروګ» ډوله امریکايی توغندی لیږدوونکې بیړی بدرګه کوي.
    همدارنګه خبر ورکړی شوی چی له لامانش څخه د تیریدو په وخت کی د مې په پنځمه نیټه پر «کرسنادار» نومی اوبتل د انګلستان د سمندري ځواکونو «سامیرسیټ» نومې بیړۍ څارنه کوله. د جون په میاشت کی د دایمي استقرار سیمې ته د اوبتل د رسیدلو هیله کیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی