په ژوندی پڼه خپرونه
    کیم چین این امریکا ته د ستر تاریځي ناورین ګواښ وکړ

    کیم جونګ این امریکا ته د "ستر تاریځي ناورین" ګواښ وکړ

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 70722

    د شمالي کوریا مشر کیم چین این د امریکا متحده ایاالتونو ته د "ستر تاریځي ناورین" ګواښ وکړ. نوموړي وویل:"دا به په هغه صورت کې را پېښ شي، که امریکا د خپلو ناوړه هڅو سره شمالي کوریا راوپاروي".

    د هغه په ​​وينا، د امریکا پر وچه او د اسيا او ارام سمندر په سیمه کې پر عملیایتي سیمو د ځوابیه برید په موخه د شمالي کوریا "غښتلي وسیلې"چمتو دي.

    د شمالي کوریا مشر څرګنده کړه؛ تر ټولو پرمختللې وسلې او سیستمونه به هيڅکله هم یوازې د امریکا د متحده ايالاتو ځانګړی ملکیت نه وي. امریکا باید په ښکاره توګه هغه ګواښ چې د شمالي کوریا د بالیستیکي توغندیو له کبله ورته متوجې دی، پوه وي.

    د مای د میاشتې په ۱۴ نېټه شمالي کوریا د "Hvanson-12" ډوله بالیستیکي توغندی په بریالی توګه وآزماوه. د آزموینې هدف؛ د نوي توغندي د تخنیکي او تکتیکي ځانګړتیاوو ارزونه وه. په شمالي کوریا کې د سرچینو په حواله ویل کېږي، چې دغه توغندی د لویې اټومي ګولۍ د لېږدولو توان هم لري.

    توغندی چې د Kuson  ټاپو والوت، د ۸۰۰ کيلومتره الوتنې وروسته د جاپان په سمندر کې ولوېد.

    د مای د میاشتې د ۱۵ نېټې په شپه شمالي کوریا د یو بل بالیستیکي توغندي د آزموینې اعلان هم وکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی