په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا د بې مثاله بین المللي ګوښه توب په شرایطو کی د وریښمو لاره جوړوي

    شمالي کوریا د بې مثاله بین المللي ګوښه توب په شرایطو کی د وریښمو لاره جوړوي

    © REUTERS/ Xinhua/Pang Xinglei
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16610

    پیکن ته د پیونګ یانګ بین المللی ګوښه ګول د کوریا د ټاپووزمې د ستونزې د حل د لارې په توګه د منلو وړ نه دي. د شمالي کوریا د توغندیو او هستوي پروګرام پراختیا له چین سره په اړیکو کی کړکیچ رامنځ ته کړی، خو اړیکې یې نه دي ویجاړې کړې.

    دا ډول سیګنال، د هغو کارپوهانو په نظر چی سپوتنیک پوښتیدلي، چین، د وریښمو د لارې په چوکاټ کی په پیکن کی د بین المللی همکاری غونډې ته د شمالي کوریا د پلاوی په رابللو، نړۍ ته ورکړی دی. پیونګ یانګ په دغه غونډه کی په خپل ګډون دا خبره تفهیموي چی تماسونو ته تیاری دی، د بندیزونو د لیرې کولو او له امریکا او جنوبي کوریا سره پر خپلو شرایطو د موافقې د ترلاسه کیدو هڅه کوي.
    د پیکن غونډه به د کوریا په ټاپووزمه کی د اوضاع تر شدیدو کړکیچن کیدو او د توغندیو او هستوي آزمایښتونو په ځواپ کی د ملګرو ملتونو تر شدیدو بندیزونو وروسته د شمالي کوریا په ګډون لومړی لوی بین المللی ډګر ګرزي. د شمالي کوریا د پلاوی د ترکیب په هکله مفصل معلومات نه دي ورکړۍ شوي. په عین حال کی د جنوبي کوریا رسنیو خبر ورکړی چی د هغو مشري د بهرنیو اقتصادي اړیکو وزیر کیم یون چژې پرغاړه لري. په دې اړوند د هانکانګ « »South China Morning Post» ورځپاڼه په سیول کی د خانکوک د بهرنیو ژبو د پوهنتون د سیمه ایز امنیت د چارو د کارپوه هوان چې هو نظر ته پاملرنه راګرزولې ده. هغه هیله نه لري چی د شمالي کوریا وزیر به له چیني رسمي چارواکو سره حساسې مسالې وڅیړي، ځکه چی د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ این په نژدې اطرافیانو کی نه دی شامل. خو دا کتنه پیونګ یانګ ته له پیکن څخه په دې هکله د هیلې کولو امکان برابروي چی د بندیزونو په تحقق کی له کمې سختۍ کارواخلي.
    په عین حال کی د سپوتنیک له خوا پوښتل شوو کارپوهانو دا خبره له امکان نه لیرې نه ده بللې چی په محرمو اعتمادي خبرو کی به چینايی انډیوالان په کلکه پیونګ یانګ د توغندیو له توغولو او هستوي آزمایښتونو سره له تړلو لمسوونو څخه لاس اخیستو ته راوبولي چی د بین المللی بندیزونو له نرمیدو سره به مرسته وکړي.
    د لیرې ختیځ د انستیتوت د کارپوه الکساندر لارین په عقیده، دغې غونډې ته، چی په هغې کی به د ۱۳۰ هیوادونو استازي برخه واخلي، د شمالي کوریا د پلاوی رابلل پخپل ذات له شمالي کوریا سره له بین المللی ګوښه کیدو څخه په وتلو کی د چین مرسته منعکسوي.
    الکساندر لارین وایي:« شمالي کوریا د چین په ګاونډیانو کی شامله ده. د هغو ګاونډیانو په جمله کی چی چین همدا اوس هم، د توغندیو او هستوي پروګرامونو په هکله د اختلافونو سره سره، پر هغوی زیات نفوذ لري. چین پر شمالي کوریا تر ټولو دولتونو زیات نفوذ لري او داسې ښکاري چی د چین مشري له دې کار نه د دې لپاره کار اخلي، ترڅو د شمالي کوریا مشرتابه ته حتی په اوسنیو شرایطو کی هم، کله چی شمالي کوریا په بین المللی انزوا کی قرار لري، خپل درناوی وښیي. شمالي کوریا به له پیکن څخه د فشار د نرمولو هیله وکړي. په ځواب کی به، په څرګنده، پیونګ یانګ ته د هستوي بې وسلې کولو د لارې د غوره کولو او له ذینفع دولتونو سره د خبرو د پیلولو سفارښتنه وشي. شمالي کوریا به ، په خپل وار، د پیکن له دې سفارښتنو کار واخلی، ترڅو یوځل بیا خپل دریځ اعلان کړي. ځکه چی شمالي کوریا، د پیکن په شان، شخړه نه غواړي، که څه هم په بشپړه توګه جګړه غوښتونکې روحیه ساتي. هغوی له امریکا او ترټولو لومړی، له جنوبي کوریا، سره موافقې ته رسیدل غواړي، خو پر خپلو شرایطو. او بشپړ امکان شته چی په پیکن کی به د مشورو په بهیر کی کومه معامله تر سره شي او د شمالي کوریا د مسالې په حل کی به لږ څه پرمختګ رامنځ ته شي».
    د لیرې ختیځ د انستیتوت کارپوه الکساندر وارونڅوف عقیده لري چی په پیونګ یانګ کی یې، بیله شکه، د پیکن ښه نیت، په په مشخصه توګه، سولې ته په راګرزیدو کی له شمالي کوریا سره د مرستې کولو هیله، ارزولی ده.
    الکساندر وارونڅوف وایي:«بیله شکه، دا مهمه پیښه ده. شمالي کوریا، په غونډه کی چی په خپل ذات مهمه ده، پرګډون سربیره، په دې توګه څرګندوي چی هغوی له پیکن سره د تماسونو په لټه کی دي. هغوی دیالوګ ته تیار دي، پر پیچلو مسالو بحث کولو ته چی په دوه اړخیزو اړیکو او په ډیرو زیاتو لورو کی غونډې شوې، تیار دي. په دې توګه د هغوی راتلل — دا بیله شکه، مثبت او مهم سیګنال دی. دا د علنیت او د ډیرو پیچلو مسالو د حل لټولو ته د تیاری ښودل دي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی