په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايي توغندي د روسیې د پولې ترڅنګ

    امریکايي توغندي د روسیې د پولې ترڅنګ

    © Flickr/ expertinfantry
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 240 0 0

    امریکا ښايی د بالتیک په اطراف کی د Patriot توغندي د روان کال په اوړي کی د تطبیقاتو د ترسره کولو په وخت کی ځای پرځای کړي. په دې هکله امریکايي رسنیو د امریکا د رسمي چارواکو په حواله خبر ورکړی. د چارواکو په وینا، د تطبیقاتو تر پای ته رسیدو وروسته به د Patriot کومپلکسونه بیرته وایستل شي.

    د امریکا د دفاع وزیر جیمس میتیس، له لیتوانیې څخه د کتنې په وخت کی وویل چی امریکا د بالتیک له هیوادونو څخه دفاع کولو او د دفاعي سیستمونو ځای پرځای کولو ته تیاره ده.
    میتیس په ویلنیوس کی د لیتوانیا له جمهور رییس دالیی ګیرباوسکایتې سره تر کتنې وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کی وویل:«د توغندیو ضد دفاع هغه مشخص سیستمونه چی موږ یې دلته ځای پرځای کوو، موږ ضروري ګڼو. روسیې هم په سیمه کی خپلې وسلې ځای پرځای کړې او دا موږ ته معلومه ده… موږ یوازې دفاعي سیستمونه ځای پرځای کوو، د دې لپاره ترڅو د دولتونو خپلواکي تامین کړو».
    د بالتیک په هیوادونو کی د هوايي مدافعې د لیرې واټن د Patriot د کومپلکسونه د ممکن استقرار په هکله د ژورنالیستانو د پوښتنو په ځواب کی میتیس وویل چی دا مساله باید د مشورو په چوکاټ کی حل شي. نوموړي زیاته کړه:«موږ دا سیستمونه هغه وخت ځای پرځای کوو، کله چی پریکړه وکړو چی د دې کار کول ضروري دي».
    ګیرباوسکایتې د بالتیک په هیوادونو کی د امریکايی پوځیانو او اضافي حتمي دفاعي وسایلو د دایمي استقرار ضرورت ته پاملرنه راوګرزوله. جمهور رییس د هغوی مشخص جزئیات دقیق نه کړل، زیاته یې کړه چی پریکړه به د ګډو مشورو په چوکاټ کی ونیوله شي.
    اوس په لیتوانیا کی د امریکايي پوځیانو ټولۍ، Abrams ټانکونه او د پلو محاربوي Bradley ماشینونه ځای پرځای شوي دي.
    په وارسا کی د ناتو په وروستی غونډه کی د تړون د ختیځ وزر د پیاوړي کولو پریکړه نیول شوې وه. تړون په لاتوییا، استونیا، لیتوانیا او پولنډ کی د دغو هیوادونو د خواهش په اساس د بدلیدو پربنسټ د ډیرملتیزو کنډکونو د ځای پرځای کولو پریکړه وکړه.
    د ستراتیژیکې اوضاع د مرکز مدیر ایوان کاناوالوف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل چی د امریکايی Patriot توغندیو ځای پرځای کول د بالتیک د دولتونو هیلې تر
    ایوان کاناوالوف وویل:«دا، اصلاً، د بالتیک د دولتونو خواهش دی. لکه چی تحلیلي معلومات ښيي، د بالتیک اطراف د اروپا ترټولو پوځي سیمه ګرزي. سره له دې چی هلته دفاعي بودجې کوچنی دي، خو بیا هم، د بالتیک دری واړو هیوادونو په ۲۰۱۴ کال کی د یو میلیارد ډالرو په شاوخوا کی پر پوځي لګښتونو لګولي، تر دوو کالو وروسته — یونیم میلیارد او تر ۲۰۲۰ کاله به دوه میلیارده ډالره ولګوي. د دغو هیوادونو په مقیاس دا ډیرې سترې پیسې دي. هغوی په عین حال کی له امریکا څخه پردایمي بنسټ د دغو کومپلکسونو د ځای پرځای کولو په خاطر د اضافي پوځي لګښتونو غوښتنه کوي».
    خو، د نوموړي په نظر، امریکایان نه غواړي دا کار وکړي او د روسیې د فدراسیون له خوا له ځوابیه اقدامونه ویریږي.
    پوځي کارپوه عقیده لري:«امریکایان د متحدانو په توګه هغوی ته د رد ځواب نه شي ورکولی، خو په عین حال کی پر دایمي بنسټ د دې کومپلکسونو ځای پرځای کول نه غواړي، ځکه چی ډیر ښه پوهیږي چی دا به د روسیې لوری څومره په غصه کړي. هغوی پوهیږي چی بحرانی کتله کوم وخت کار ورکولی شي او د هوايي مدافعې د Patriot کومپلکسونه — دا د توغندیو ضد دفاعي سیستم په سطحه دي. هغوی پوهیږي چی د روسیې ځوابیه اقدامونه به شدید وي — زموږ امکانات ډیر دي. له همدې کبله امریکا د تعادل هڅه کوي».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی