په ژوندی پڼه خپرونه
    د پینتاګون پخوانی مشر: د ټرمپ د راتلو سره د روسیې او امریکا تر منځ اریکې نورې هم خرابې شوې

    د پینتاګون پخوانی مشر: د ټرمپ د راتلو سره د روسیې او امریکا تر منځ اریکې نورې هم خرابې شوې

    © AFP 2017/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 150 0 0

    وروسته له هغې چې ډونالډ ترمپ د ولسمشرۍ چارې په خپل واک کې ونېوي، د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې نورې هم خرابې شوې. په دې هکله څرګندونې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا ددفاع د چارو پخواني وزیر رابرت ګیتس کړې دي.

    نوموړي سي ان ان سره د مرکې پر مهال وویل؛ سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د روسیې سره د ښو اړیکو په هکله خبرې کوي، خو عملآ «روسانو ته هیڅ امتیازات نه ورکوي».«زما لپاره ډیره د حیرانتیا خبره دا ده، چې د ټاکنو وروسته د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې نورې هم خرابې شوې». ګیتس چې د ۲۰۰۶ — ۲۰۱۱ ز- ل کال پورې د امریکا ددفاع د چارو وزیر، په ۱۹۹۱ — ۱۹۹۳ ز- ل کلونو کې د سي ای اې مشر او په ۱۹۸۶- ۱۹۸۹ ز- ل کلونو کې د مشر جورج بوش د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت د ادارې مرستیال وو، د امریکا یو باعتباره سیاستوال دی.

    د یاد متقاعد چارواکي په وینا؛ تر ټول په زړه پورې دا ده، چې د امریکا اوسنۍ اجرایه څانګه د چين سره په څه ډول او له روسیې سره په کوم ډول چلند کوي. د ګیټس په اند، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره د ټرمپ د کتنې وروسته د مسکو او واشنګټن تر منځ په اړیکو کې کوم پرمختګ شوی نه دی. نوموړي څرګنده کړه؛ «هغه څه چې په ریښتیا مهم دي، هغه د ادارو پالیسي او عمل دی»، «او په دې برخو کې (د امریکا د حکومتي ادارو مشرتابه) يو څه د سخت دریځ خاوندان وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی