په ژوندی پڼه خپرونه
    د هند او پاکستان تر منځ په پوله کې د ډزو له کبله د زرو تنو په شا او خوا کې خلک ویستل شوي دي

    د هند او پاکستان تر منځ په پوله کې د سیمو نه د ډزو له کبله د زرو تنو په شا او خوا کې خلک ویستل شوي دي

    © Flickr/ Ravinder M A
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 223023

    د هند د جمو او کشمیر په سرحدي سيمو کې د هند او پاکستان تر منځ په پوله کې د دوو ورځو راهیسې د ډزو له کبله زر تنه اوسېدونکي دې ته اړ شوي، چې خپل کورونه پریږدي. په دې هکله خبر د PTI آژانس د پولیسو په حواله ورکړی دی.

    د دفاع د چارو د وزارت استازي خبر ورکړی، دا دریمه ورځ ده، چې د پاکستان پوځ د راجوري په سیمه ډزې کوي. د نوښار په سیمه کې د ډزو په پایله کې دوه تنه ملکې وګړي هم وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي وو. د هندي پوځ په وینا، د یکشنبې په ورځ د سهار په ځايي وخت ۶ او ۴۵ دقیقې د پاکستان له لوري ډزې بیا پیل شوې، پاکستانی لوری د ټوپچي ډزې کوي او د هند پوځ په جدي او اغیزمنه توګه ځواب ورکوي».

    د راجوري د سیمې د امنيه قوماندانۍ استازی شاهد اقبال وايي؛  چې په سیمه کې اوه کلي د اور لاندې نيول شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی