په ژوندی پڼه خپرونه
    د شمالي کوریا د توغندي نوې آزموینه ټولو غندلې

    د شمالي کوریا د توغندي نوې آزموینه ټولو غندلې

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د یکشنبې په ورځ، د مې په ۱۴ نیټه، شمالي کوریا د توغندي نوبتي آزموینه تر سره کړه – پیونګ یانګ نامعلومه ریاکتیوي ګولی وتوغوله چی د تقریباً ۷۰۰ کیلومترو په واټن الوتې.

    په دې هکله د رینهاپ آژانس د کوریا د جمهوریت د درستیزونو د آمرانو د متحدې کمیټې په حواله خبر ورکړی. سیول د شمالي کوریا د توغندي د توغولو په اړوند د امنیت د شورا غیرنوبتي غونډه جوړوي.
    د جنوبي کوریا جمهور رییس مون چژې این هم د پیونګ یانګ پر سیاست انتقاد کړی.
    نوموړي څرګنده کړه:«موږ په جدیت دا نه یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک څخه د څرګندې سرغړونې، بلکی په سیمه او نړۍ کی سولې ته د جدي چلنج په توګه، محکوموو».
    په جاپان کی یې هم د توغندي توغول ثبت کړي دي. د دغه هیواد د وزیرانو د کابینې د جنرال سکرتر یوسیهیدې سوګا په خبره، ګولی د ۳۰ دقیقو په ترځ کی د ۸۰۰ کیلومترو په شاوخوا کی الوتې او د جاپان په سمندرګي کی لویدلې ده او د هیواد خاصې اقتصادي سیمې ته نه ده رسیدلې او د جاپان بیړیو او الوتکو ته یې کوم زیان نه دی رسولی. د جاپان صدراعظم سیندزو ابې د پیونګ یانګ د نوې آزموینې په اړوند بیړنۍ غونډه رابولي چی د توکیو د ارزونې له مخې، د دغه هیواد ملی امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوي.
    د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومییو کیسیدا او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر یون بیون سې پر دې پیښه بحث کړی. دیپلوماتانو د کوریا په ټاپووزمه کی د بحران د حل په غرض د دواړو هیوادونو د نژدې همکاری اهمیت ته اشاره کړې ده.
    د امریکا د آرام سمندر قومانداني وايی چی دغې ګولی د امریکا لپاره ګواښ نه شوای رامنځ ته کولی، ځکه چی قاره ویشتونکی نه وه. خو سره له دې واشنګټن له توکیو او سیول سره د شمالي کوریا له تیري سره د مقابلې په چوکاټ کی نژدې همکاری ته دوام ورکړي.
    د توغندي نوې آزموینه سپینې ماڼۍ هم په کلکه غندلې ده. په عین حال کی په واشنګټن کی ویل شوی چی روسیه هم د پیونګ یانګ له چلند څخه نه ده راضي. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کی ویل شوي:« د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ ته د شمالي کوریا د توغندي د وروستی آزموینې په هکله خبر ورکړی شوی. د دغه ټکي په پام کی نیولو سره چی توغندی د روسیې خاورې ته نژدې وو (عملاً، د جاپان په نسبت، روسیې ته نژدې وو)، جمهور رییس نه شي تصورولی چی روسیه به له دې آزموینې راضي وي».
    واشنګټن په عین حال کی نړیواله ټولنه د پیونګ یانګ پرخلاف د لاډیرو سختو بندیزونو لګولو ته رابللې، ځکه چی دغه هیواد « د اوږدې مودې په ترځ کی څرګند ګواښ» رامنخ ته کوي.
    د پیونګ یانګ د توغندي د توغولو په اړوند د مسکو د دریځ په هکله په جاپان کی هم څرګندونې شوې. د جاپان صدراعظم سیندزو ابې له کرملن سره د بحران د حل لپاره د دیالوګ اهمیت ته اشاره کړې. د جاپان صدراعظم ویلي:«موږ به نه یوازې له امریکا او جنوبي کوریا، بلکی له روسیې، چین او نړیوالې ټولنې سره په ګډه همکاری وکړو، موږ نیت لرو له شمالي کوریا په کلکه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د اجراکولو غوښتنه وکړو».
    د روسیې د دفاع وزارت اعلامیه خپره کړې چی په هغو کی په دې هکله د پیونګ یانګ معلومات رد شوي چی ګواکي د شمالي کوریا توغندی د روسیې اوبو ته لنډ الوتی دی.
    د وزارت په خبرتیا کی ویل شوي:«د شمالي کوریا د توغندي د الوتنې مسیر د روسیې د فدراسیون له پولې په هغه لور او په زیات واټن تیریده. د روسیې فدراسیون ته د دغه توغندي توغولو هیڅ ډول خطر نه رامنځ ته کاوه».
    د روسیې د دفاع د وزارت د خبر سره سم، په عین حال کی د روسیې د توغندیو د برید د خبرداری د سیستم وسایلو د شمالي کوریا بالیستیکي توغندی د روسیې د فدراسیون له خاورې څخه د ۵۰۰ کیلومترو په واټن تر لویدو څاره.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی