په ژوندی پڼه خپرونه
    د ګینري کیسنجر سلاکار: د روسیې او امریکا تر منځ له سره د اړیکو پیل ته هیلې نشته

    د هینري کیسنجر سلاکار: د روسیې او امریکا تر منځ له سره د اړیکو پیل ته هیلې نشته

    © Sputnik/ Vitaliy Ankov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 87 0 0

    د روسیې او امریکا تر منځ له سره د اړیکو پیل ته هیلې نشته او غیر واقعي کار دی، د روسیې او امریکا تر منځ د اړیکو ښه کېدو لپاره ښه لاره دا ده، چې د پېښو په رڼا کې توپیرونه په ګوته او وپېژندل شي. په دې هکله څرګندونې د يېل په پوهنتون کې پروفیسور او د «Kissinger Associates» ریس توماس ګریم د مرکې په ترڅ کې چې د «Izvestia» په ورځپاڼه کې خپره شوې، کړې دي.

     توماس ګریم د ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې وویل:« د اړیکو له سره پیل به نه وي، ددې سر بېره ددې هیله هم نشته. زما په اند؛ د روسیې او امریکا تر منځ د اړیکو ښه کېدو لپاره ښه لاره دا ده، چې د پېښو په رڼا کې توپیرونه په ګوته او وپېژندل شي. امریکا او روسیه داسې ورته کلیمې لکه؛ خپلواکي، مشرعیت، ځمکینۍ بشپړتیا، د خپل برخلیک ټاکل او داسې… نورې کاروي خو پوهاوی یې په بل ډول دی. امریکا او روسیه دوه ستر زبر ځواکونه دي او د دوی ګټې هر وخت یو بل سره بایذ سمون ونه لري».

    د یاد پروفیسور په وینا؛ "د "تاریخي حافظې" له مخې؛ د " سړې جگړې"عادت او تفکر د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو دعادي پرمختګ مخه نیسي."

    نوموړي همدارنګه زیاته کړه؛ چې، د هغه په اند؛"د امریکا او روسیې لپاره د ګډو همکاریو تر ټولو ښه ډګر — سوریه ده".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی