په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: د روسیې په اند، د توغندیو او اټومي ازموينې د منلو وړ نه دي، خو د شمالي کوریا ډارولو ته هم اړتیا نشته

    پوتین: د روسیې په اند، د توغندیو او اټومي ازموينې د منلو وړ نه دي، خو د شمالي کوریا ډارولو ته هم اړتیا نشته

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 149 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د روسیې په اند، د توغندیو او اټومي ازموينې د منلو وړ نه دي، اړینه ده، چې خبرو اترو ته را ستانه شو، د شمالي کوریا د ډارولو لاس واخلو.

    ولادیمیر پوتین وویل:«په هر صورت، زمونږ لپاره نه اټومي او نه هم د توغندیو ازموینې د منلو وړ دي. موږ باید د کوریا دخلکو دموکراتیک جمهوریت سره خبرو اترو ته راستانه شو. د شمالي کوریا د ډارولو لاس واخلو او په سوله ایزه توګه د ستونزې د هوارولو چار وموندو. ایا دا ښوونې ده او که نه؟ زما په اند؛ دا ښوونې ده».

    ولسمشر پوتین یادونه وکړه، چې د شمالي کوریا سره د خبرو اترو یوه مثبته تجربه شته، او شمالي کوريا د خپل اټومي پروګرام د پای اعلان کړی وو، "خو، له بده مرغه، چې  هغه مهال ټولو ګډون کوونکو صبر و نه کړ."

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: "خو زه فکر کوم، چې بايد دې ته بېرته را ستانه شو."

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی