په ژوندی پڼه خپرونه
    د تهران ښاروال د ايران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې نوماندي څخه تیر شو

    د تهران ښاروال د ايران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې نوماندي څخه تیر شو

    © AP Photo/ Vahid Salemi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له خپلې نوماندي او د انتخاباتی منډو څخه لاس په سر شوی. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د تسنیم خبری آژانس له قوله خپور کړی.

    د تهران د ښاروال په وینا، نوموړی پریګره کړي چې د ایران د پخواني لوی څارنوال ابراهیم رئیسی په ګته له نوماندي څخه لاس واخلې. ۵۰ کلن ابراهیم رئیسی د حسن روحاني اصلي سیال ګڼل کیږي.

    د خبری آژانس راپور له مخي، محمد باقر قالیباف او ابراهیم رئیسی لیدنه کړی، چې په ترڅ کې دواړو نوماندانو  یو د بل په ګته له نوماندي څخه د تیریدو چمتوالی اعلان کړ، خو د غونډي په پایله کې پریګره وشوه چې ابراهیم رئیسی د ایران ولسمشرۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

    په دې توګه، د ایران  اوسني مشر ۶۷ کلن حسن روحاني، د ولسمشر لومړي مرستیال ۶۰ کلن اسحاق جهانگیری، د ایران د صنایعو پخواني وزیر ۷۰ کلن مصطفی هاشمي طابا، د ایران د فرهنګ پخواني وزیر ۷۰ کلن مصطفی میرسلیم او ابراهیم رئیسی به د ایران ولسمشرۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

    د یادونې وړ ده، د ایران ولسمشریز ټاکنې به د مې په ۱۹ ترسره شی.     

    اړیکه ټینګوونکی:

    رسنۍ: ترکيه غواړی د ایران سره په پوله کې دېوال جوړ کړي
    سعودي عربستان ته د ایران ددفاع د چارو وزیر خبرداری
    په ایران کې د « جاسوسي ځالې » د نیول کیدا 38 کالیزه
    د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ايران پر سرحدي ساتونکو د بريد په تړاو اعتراض څرګند کړ
    ایران او شمالي کوریا ددې وړتیا نلری چې پر امریکا توغندیز برید وکړی
    صالحي وائي که امریکا پر ايران دبنديزونو دلغوه کولو سره مخالفت وکړي د ایران د اتومي تړون موافقه تر پښو لاندې کوي
    روسیه او ایران په ادلب کې د کیمیاوي وسلې د کارول کېدو د پېښې د ګډې پلټنې په لاره کې باید خپل ټول وس وکاروي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی