په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: اوس تر ټولو مهم په سوریه کې د اور بند د رژیم ټینګښت دی

    پوتین: اوس تر ټولو مهم په سوریه کې د اور بند د رژیم ټینګښت دی

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6911

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اند دی، چې د سوریې د خپل مینځي پخلاینې په اوسنیو حالاتو کې مهمه دنده د اور بند د رژیم ټینګښت دی. په دې هکله څرګندونې نوموړي چین ته د خپل سفر په پایله کې د خبریز کنفرانس پر مهال کړې دي.

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل:«د امنیتي زون په تړاو زه په دې اند یم؛ چې دا به تر ټولو لومړی د اور بند د رژيم په پیل، په ټینګښت کې چې نن ورځ دا ډیره مهمه ده، د وسېلې په توګه وکارول شي. ددې پر بنسټ به د پخلاینې او بیا وروسته د سیاسي بهیر لپاره شرایط برابر شي. که حالات په دې ډول سره پر مختګ وکړي نو مونږ کولای شو ووایو، چې په نښه شوو موخو ته رسېدلې یو».

    د روسیې د ولسمشر په وینا؛ د اوربند پرته د هیڅ سیاسي اغیزمن بهیر په هکله خبرې امکان نه لري. «نو ځکه په دې پړاو کې په کار ده چې باید همدا کار کړو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی