په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د امنیت ستراتیژي – زیاتیدونکو خطرونو ته ځواب

    د روسیې د امنیت ستراتیژي زیاتیدونکو خطرونو ته ځواب

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 44 0 0

    د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د هیواد د اقتصادي امنیت ستراتیژي تر ۲۰۳۰ کاله تصویب کړې او اړوند فرمان د حقوقي معلوماتو په رسمي پارتل کی خپور شوی.

    په سند کی ویل شوي، د ستراتیژی هدف د اومو موادو د منابعو، تولیدي، علمي — تخنالوژیکی او مالي برخو کی اقتصادٍي امنیت ته له چلنجونو او ګواښونو سره مقابله او همدرانګه د ژوند د سطحې د لویدو مخنیوی دی.
    جمهور رییس حکومت ته دنده سپارلې چی په دری میاشتنی موده کی سازماني، نورماتیفي — حقوقي او میتودیکي اقدامونه چی د ستراتیژي د تحقق لپاره ضروري دی، طرحه کړي. سربیره پردې، د وزیرانو کابینه باید د اقتصادي امنیت وضعه وارزوي، پر وضعه څارنه تامین کړی او هرکال د دولت رییس ته د هغه د ټینګښت په هکله خبر ورکړي. ستراتیژي به په هرو شپږو میاشتو کی تصیحیح کړی شي.
    د روسیې د فدراسیون د اقتصادي امنیت ستراتیژي، له هغې جملې، د بهرنیو دولتونو د بندیزونو په صورت کی د ځوابیه اقدامونو د میکانیزم بشپړول اټکلوي. د معاصر انکشاف د انستیتوت د «مالي او اقتصاد» د لوري آمر نیکیته میلونوفسکي عقیده لري، دا د ستراتیژی ضروري جز دی.
    نیکیته میلونوفسکي د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:«په نړیوال اقتصاد کی د یواړخیزو ځان غوښتونکو حمایتي فعالیتونو خطر ساتل شوی او حتی پیاوړی کیږي. له همدې کبله راتلونکې ته په نظرکولو، موږ ته یو لړ آزمویل شوي او په قانوني توګه تصویب شوي میکانیزمونه ضروري دي. اصلاً، موږ دا ټول څه اوس لرو. خو ګواښونه تر ډیره حده سیستمي خصوصیت غوره کوي او دا باید په پام کی ونیسو. خو د روسیې د فدراسیون د اقتصادي امنیت ستراتیژي یوازې په دې تمامول به تر ډیره حده یواړخیزه وه».
    اقتصادپوه وویل، ستراتیژی تر ۲۰۳۰ کاله په پام کی نیول شوې ده. په عین حال کی د ستراتیژیکي اصولو تحقق سر له ۲۰۱۹ کاله پیل کیږي او تر دې وخته باید د فعالیت مشخص پلان طرح شي.
    نیکیته میلونوفسکي وویل:« ۲۰۱۹ کال په تصادفي توګه نه دی غوره شوی — تر دې وخته حکومت باید تر منځنی کلنی سطحې د ودې د سرعت د چټکولو د فعالیت پلان ترتیب کړي. د دغه ټکي په پام کی نیولو سره به د اقتصادي امنیت د ستراتیژی د تحقق پلان جوړ شي. او دلته باید دا ټکی په پام کی ونیول شي چی د ۲۰۳۰ کال افق — دا په نړیوال اقتصاد کی د آسیا — آرام سمندر د سیمې پر هیوادونو د ډه ډه لګولو کاملاً بله بڼه او جوړښت دی. فکر کوم چی د سراسري نړیوال ملي ناخالص محصول څلور پنځمې برخې به په دې سیمه کی ایجادیږي. او دا د مالي جریانونو بل ډول ویش او د اقتصادي ځواک د مرکزونه بل ډول ویش دی. په دې اړوند موږ باید د اقتصادي ودې خپله ستراتیژي عیاره کړو چی کوم لور ته ځو او په نوي جوړښت کی څه ډول خپل ځای پیدا کړو، زموږ د اقتصاد نوی جوړښت باید څه رنګه وي او کومو صاداراتي څانګو ته مخه کړو. موږ باید هغو خطرونو ته ځواب پیدا کړو چی ورځ په ورځ زیاتیږي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی