په ژوندی پڼه خپرونه
    سپینه ماڼۍ: د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې د ټرمپ او لاوروف په هکله لیکنه ریښتینې نه ده

    سپینه ماڼۍ: د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې د ټرمپ او لاوروف په هکله لیکنه ریښتینې نه ده

    © Fotolia/ Andreykr
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 153 0 0

    د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې لیکنه چې له مخې یې ویل کېږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره محرم معلومات شریک کړي، ریښتینې نه ده. په دې هکله څرګندونې د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر د سلاکار لومړي مرستیال دینا پاوول کړې دي.

    د «ریا نووستي» خبري آژانس د پاوول له قوله کاږي:«دا لیکنه دروغجنه ده. ولسمشر یوازې د ټولو ګواښوونو په هکله، چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي، خبرې کړې دي».

    له دې مخکې د واشنګټن پوست ورځپانې خبر ورکړی وو؛ چې په تیره اونۍ کې ښايي ډونالډ ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او په امریکا کې د روسیې سفیر سرګی کیسلیاکوف سره د کتنې پر مهال محرم معلومات شریک کړي وي. په دې تړاو لیکنه کې لیکوال د ولسمشر ددفتر په حواله څرګندونې کړې وې.

    په لیکنه کې ویل کېږي:«ددغو معلوماتو خپرېدو سره دداعش دډلې په هکله دمعلوماتو مهمې سرچینې د ګواښ سره مخامخ کېږي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی