په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د سي ځین پین سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه؛ چې د «یوه چین» د پالیسۍ درناوی وکړي

    د ټرمپ ساتونکي په ناڅاپي توګه د پینتاګون د مشر د ګرځنده ټیلیفون شمیره په ډاګه کړه

    © REUTERS/ Jonathan Ernst
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 78411

    د ټرمپ د ساتونکي د بې پامې له کبله د پینتاګون د مشر، د جیمز ماتیس د ګرځنده ټیلیفون شمیره په رسنیو کې په داسې حال کې خپره شوه، چې دې ته خپل پام لومړی خبریالانو نه بلکې لوستونکو راګرځولی دی.

    د The Washington Post رسنۍ په خپله بریښنا پاڼه کې د امریکا د ولسمشر د ساتونکي کیت شیلر په هکله یوه لیکنه د انځورونو سره خپره کړې ده. یوه لوستونکي په دغو انځورونو کې د یوې دوسیې پر مخ په زیړ خط «جیم لیونی سپی ماتیس» او د هغه د تیلیفون شمیره لیکل شوې ده.

    دغه سړي د ورځپانې ادارې ته خبر ورکړ. خبریالانو په دې شمیره زنګ وواهه او د پینتاګون د مشر ددفتر د ټیلیفون په خپل کاره توګه د ثبتولو وسېلې سره مخ شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی