په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کی د روسیې په هکله له جمهور رییس څخه د خپلواک څارنوال د ټاکلو وړاندیز کوي

    په امریکا کی د روسیې په هکله له جمهور رییس څخه د خپلواک څارنوال د ټاکلو وړاندیز کوي

    © Photo/ Ttarasiuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د امریکا په کانګرس کی د روسیې په هکله د خاص دولتي څارنوال د مقام د تاسیس وړاندیز کوي چی هغه به یوازې له دغه هیواد سره د تړلو څیړنو او نورو مسالو چارې پرمخ وړي او په عین حال کی داسې مشاور به د جمهور رییس له خوا له کاره نه شي ګوښه کیدلی.

    دا وړاندیز د ویرمونت له ایالت نه مشهور سناتور پاتریک لیخي — تر بیرني ساندریس وروسته د ټولو برحاله سناتورانو په ډله کی د ولس د تایید له نظره (د Fox News د معلوماتو په اساس په سلو کی ۷۰) دوهم سناتور کړی دی. لیخي د دې موضوع په هکله اړوند غوښتنلیک برابر کړی.
    د کانګرس غړۍ، له هغې جملې، د خاص دولتي څارنوال د مقام د تاسیس وړاندیز کوي چی «په امریکا کی به په ټاکنو کی د مسکو د مداخلې» او له روسیې سره به د ترامپ د ادارې د اړیکو څیړنه کوي.
    سناتور لیخي عقیده لری:«زموږ په ټاکنو کی د روسیې د مداخلې د دوسیې په هکله څیړنې او له هغې سره د ترامپ د ادارې د توطیې په هکله دری څیړنې تر سره کیږي… د څیړنو د ترسره کولو لپاره د خاص څارنوال ټاکل ضروري دي. د FBI د رییس یا د لوی څارنوال د مرستیال په تفاوت، هغه به د جمهور رییس له خوا نه شي برطرفیدلی. د امریکا ولس باید ډاډه وي چی زموږ حکومت د قوانینو تابع دی، نه د ترامپ د خوښې».
    په زړه پورې خبره دا ده چی سناتور باور لري چی پر خپل حکومت د امریکایانو د باور له منځه وړل — د روسیې د جمهور رییس ولادیمیر پوتین عمده موخه ده.
    سناتور وویل:«د جمهور رییس پوتین موخه په تیرکال کی د دې لپاره زموږ په دموکراتیکو انستیتوتونو سبوتاژ وو، ترڅو پرخپل حکومت د امریکایانو باور له منځه یوسي او د ټاکنو بهیر د دونالد ترامپ په ګټه بدل کړي. که چیرې موږ زموږ په دموکراتیکه پروسه کی د روسیې د مداخلې ټول جزئیات معلوم نه کړو، د پوتین پلان په بري تمامیږي. او جمهور رییس دونالد ترامپ، ترکومه ځایه چی معلومیږي، له دې سره موافق دی». سربیره پردې، نامتو دموکرات باور لري چی «امریکا د خپل مشر د فعالیت له کبله له څلورو میاشتو په کمه موده کی د قانوني بحران سرحد ته رسیدلې».
    د پوځي علومو د اکاډمی پروفیسور او امریکا پیژندونکی سرګې سوداکوف عقیده لري چی د روسیې په هکله د څارنوال د مقام د تاسیس وړاندیز — دا «یو بل میکانیزم» دی چی د هغو په مرسته دموکراتان غواړي «پر ترامپ بری حاصل کړي».
    سیاست پوه باور لري:«په روسیه کی داسې مقام شته، لکه د ماشوم د حقوقو په هکله مختار استازی، د تشبثاتو او نورو په هکله. امریکايي مفکوره دا ده چی هغوی غواړي د روسیې په هکله د همداسې «مختار استازی» مقام تاسیس کړي، خو هغه به نه په جمهور رییس او نه هم په استخباراتي ادارو نه وي تړلی. د «واک د ځانګړې څانګه» — ستر شخصیت اټکلیږي چی یوازې په روسیه تړلې مسالې به څیړي چی په واقعیت کی به ترامپ افشا کوي او د روسیې پل به لټوي».
    په کانګرس کی یې دا خبره چی دا ډول رسمي شخصیت به د چا تابع وي، نه ده توضیح کړې. خو، د کارپوهانو په نظر، دا مامور به، احتمالاً، د امریکا د عدلیې د وزارت له خوا کنترولیږي چی د دې مقام جوړیدل «کاملاً غیرمنطقی ګرزوي».
    کارپوه پوښتنه کوي:«په زړه پورې خبره دا ده چی د دغه شخصیت رسمي تړاو نه دی معلوم — دولتي سلاکار به د چا تابع وي. دا شخصیت به اصلاً، د FBI په شان، د عدلیې په وزارت او مطابقاً، په څارنوالی پورې تړلی وي. او لوی څارنوال جیف سینشس، لکه چی موږ پوهیږو، د ترامپ نژدې ملګری دی. که چیرې دا شخصیت د «شینس تابع وي»، نو هغه وخت منطق بالکل روښانه نه دی. ولی له جمهور رییس نه د خپلواک سړي لپاره مقام ایجادیږي چی هغه به بیا هم د هغه نژدې ملګری وي؟!».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی