په ژوندی پڼه خپرونه
    هیلري کلینتن نوی سیاسي حزب جوړ کړ

    هیلري کلینتن نوی سیاسي حزب جوړ کړ

    © REUTERS/ Rick Wilking
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 215 0 0

    د امریکا ولسمشرۍ ته پخوانۍ نوماندې هیلري کلینتن د نوي سیاسي حزب د جوړولو خبر ورکړی دی. په دې هکله خبر ددوشنبې په ورځ په تویتر کې د کلینتن په پاڼه کې خپور شوی دی.

    دغه نوې سیاسي ټولنه د «Onward Together» په نوم یاده شوې ده. هیلري کلینتن په دې هکله لیکلي؛ «مونږ د  Onward Togetherحزب ددې لپاره جوړ کړ، چې خلک په خپل زړه په سیاسي بهیر کې برخه واخلي، خپل عملونه همغږي کړي او آن دا چې په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته خپل ځانونه نوماند کړي».

    د Onward Together په رسمي بریښنا پاڼه کې لیکل شوي، چې د حزب ددندو په جمله کې د هغو اندونو ملاتړ شامل دی، چې ۶۶ ملیونو خلکو هیلري کلینتن ته د رایو په ورکولو سره تایید کړي دی. دFox News ټلویزیوني کانال د ارزونو له مخې، د نوي حزب جوړول په دې معنا ده، چې کلینتن په رسمي توګه د سیاست ډګر ته ور ودانګل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی