په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنیو په دې هکله چې ټرمپ لاوروف ته دداعش په هکله پټ معلومات ورکړي، خبر تر لاسه کړی دی

    رسنیو په دې هکله چې ټرمپ لاوروف ته دداعش په هکله پټ معلومات ورکړي، خبر تر لاسه کړی دی

    © Sputnik/ Thomas Tkhaytsuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 120 0 0

    د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي، چې د مای د میاشتې په ۱۰ نېټه کېدای شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال دداعش د تروریستي ډلې په هکله پټ معلومات ورکړي وي.

    ورځپاڼه د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په حواله کاږي، چې ددغو معلوماتو شریکولو سره دداعش د ډلې په هکله د معلوماتو یوه مهمه بهرنۍ استخباراتي سرچینه، چې نه یې غوښتل دغه معلومات له روسیې سره شریک شي، تر ګواښ لاندې راغلې ده. ویل کېږي، چې ټرمپ له مسکو سره دومره ډیر معلومات شریک کړي، چې ان د خپلو متحدینو سره یې هم شریک کړي نه وو.

    وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن په دې لیکنه کې دغه خبرونه رد کړل. د نوموړي په وینا؛ د ټرمپ او لاوروف تر منځ د کتنې پر مهال د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په موخه د ګډو هڅو په هکله خبرې شوې دي. خو خوواوو د سرچینو، چارو څرنګوالي او پوځي عملیاتو په هکله خبرې کړې نه دي.

    په همدې ډول د امریکا د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر سلاکار ګیربت ماک ماستر هم دغه خبرونه رد کړي دي. نوموړي په دې هکله وویل:« رسنۍ دغه کتنه به ناسمه بڼه انځوروي، دا دروغ دي. زه د خبرو اترو پر مهال ناست وم. ولسمشر او وزیر د ګواښونو په هکله، په ځانګړې توګه، کوم چې ملکي هوايي چلند ته متوجې دي، خبرې وکړې. په هیڅ بڼه، په هیڅ وخت کې د استخباراتي ادارو د کار په هکله خبرې اترې شوې نه دي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی