په ژوندی پڼه خپرونه
    سایبیري بریدونو روسیې ته زیان نه دی رسولی

    سایبیري بریدونو روسیې ته زیان نه دی رسولی

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5110

    په نړۍ کی د پراخو سایبیري بریدونو په نتیجه کی روسیې ته زیان نه دی رسیدلی. په ډې هکله د روسیې د فدراسیون جمهور رییس ولادیمیر پوتین له چین څخه د کتنې په پای کی په مطبوعاتي کنفرانس کی خبر ورکړ.

    پوتین، د روسیې لپاره د سایبیري بریدونو د پایلو په هکله پوښتنې په ځواب کی، وویل:«زموږ لپاره، زموږ د موسسو — نه د بانکي موسسو، نه د صحي موسسو او نه هم د نورو لپاره، هیڅ ډول د پام وړ زیان نه وو. خو په کلي توګه دا د اندیښنې وړ ده، دلته هیڅ ښه څه نه شته، دا د اندیشنې سبب ګرزي».
    د WannaCry د بندوونکي — ویروس د مې د ۱۲ نیټې برید په ۱۵۰ هیوادونو کی تر ۲۰۰ زرو زیات کاروونکي متاثر کړي.
    جمهور رییس زیاته کړه:«هغه څه چی د دغو ګواښونو په منبع اړه مومي، نو، زما په نظر، د Microsoft مشرتابه په دې هکله مستقیماً اعلان کړی. په دې هکله یې ویلي چی د دغه ویروس لومړنۍ سرچینه د امریکا د متحدو ایالاتو استخباراتي ادارې دي، روسیه دلته اصلاً هیڅ دخالت نه لري».
    دمخه د Microsoft رییس بریډ سمیت د ویروس سرچینه د امریکا له استخباراتي ادارو سره تړلې وه. سمیت د استخباراتي ادارو او د مختلفو هیوادونو د چارواکو، ترټولو لومړی د امریکا د ملي امنیت د آژانس له خوا د عملیاتي سیستمونو د زیانمننې په هکله د معلوماتو د راغونډولو پرخلاف شدیدې څرګندونې کړې وې.
    د سپوتنیک رادیو سره په مرکه کی د باومن په نامه د مسکو د دولتي تخنیکي پوهنتون د اطلاعاتي امنیت د ډیپارټمنټ آمر اناتولي لیبیدیف دغه ټکي ته پاملرنه راوګرزوله.
    اناتولي لیبیدیف میګوید:« د ویروسونو په منځ کی د WannaCry ویروس نړیوال معلومیږي، خو وضعه په واقعیت کی داسې ده چی په هر هیواد کی د زرو په شاوخوا کی کاروونکي زیانمن شوي دي. دا دومره زیات نه دي. ستونزه دا وه چی ویروس ترتیبوونکو هکرانو له یوډول لارې کار اخیستی چی د امریکا د ملي امنیت آژانس ډیر پخوا کشف کړې وه، د هغې په هکله یې معلومات درلودل، خو طرحه کوونکي — Microsoft ته یې خبر نه ورکاوه. همدغه ډیره په زړه پورې موضوع ده. روسیه نه ده زیانمنه شوې او له همدې کبله خوشحالي کولی شو. زه داسې وختونه په یاد لرم، کله چی طرحه کوونکي — Microsoft — په عین وخت کی په انتیرنیت کی کارکول او په سیمه ایزه شبکه کی حضور لرل، منعه کول. اوس یې له دې ممنوعت نه لاس اخیستی. دا روښانه ده چی که چیرې د انتیرنیت د امنیت ټول قواعد مراعات شي او نوي کول نصب کړی شي، نو قاعده تاً، د زیات شمیر کاروونکو لپاره ویروسونه وحشتناک نه دي. خو، له بل پلوه، څرنګه چی عملیاتي سیستمونه پیچلی دي او لانور هم پیچلي کیږي، نو «سوري» به تل وجود ولري. او داسې فکر کول سم نه دي چی استخباراتي ادارې چی په سایبیري جګړه بوختې دي، هغوی به دا سوري ونه لټوي. له همدې کبله دا ډول مبارزه به لانوره هم سختیږي».
    کارپوه هغه ساده قواعد یاد کړل چی کاروونکي یې باید په خاطر ولري.
    اناتولي لیبیدیف وویل:« جوازلرونکي عملیاتي سیستمونه رانیسۍ او په منظمه توګه هغوی نوی کړی. سیاست او رقابت هیچا نه دي لغوه کړي، له همدې کبله به هکران مقابله کوي او په راتلونکې کی به هم پردیو کمپیوترونو ته ننوزي. او ټولو ته د کار د ځای له کمپیوترونو څخه انتیرنیټ ته نه داخلیدل ورزده کول — پیچلي دنده ده».
    لکه چی دمخه معلومه شوی، هکرانو د امریکا د ملي امنیت د آژانس له تغییرشوي مضر پروګرام څخه کار اخیستی. د فاینیشل ټایمز ورځپاڼې د سایبیري امنیت په برخه کی د تحلیلوونکو په حواله خبر ورکړی چی د امریکا د استخباراتي ادارو وسیله چی د eternal blue په نامه شهرت لري، د «لوټوونکو له خوا د WannaCry له پروګرام سره یوځای شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی