په ژوندی پڼه خپرونه
    د قرغستان د پخواني ولسمشر زوی په عمري بند محکوم شوی دی

    د قرغستان د پخواني ولسمشر زوی په عمري بند محکوم شوی دی

    © Fotolia/ Sebra
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 109 0 0

    د بشکیک د بیرومایسک محکمې په غیاب کې د قرغزستان د پخواني ولسمشر زوی ماکسیم باقییف د فساد او د بیسو د تطهیر د جرم په تور په عمري بند محکوم کړی.

    د قرغزستان د سترې محکمې د رسنیزو چارو دفتر د سې شنبې په ورځ، د مای د میاشتې په ۱۲ نېټه خبر ورکړی، چې د محکمې په علني محکمه کې د باقييوف، سوداګریزې چارې او د هغه د شپږو نورو شریکانو په ګډون د والیری بیلاکون دوسیې وڅېړلې شوې.

    د سرچينې د معلوماتو له مخې، باقییوف د محکمې په حکم په ځانګړي رژيم کې په عمري بند محکوم کړی، او حکم یې کړی، چې جایداد یې ظبط او ددریو کلونو په موده کې په دولتي دنده ګمارېدلی نه شي.

    سرچینې د مرکې پر مهال وویل:«په دې ډول سره سترې محکمې د بشکیک د بیرومایسک د محکمې چې د باقییوف په غیاب کې یې حکم کړی وو، په خپل حال پریښود».

    د قرغزستان د پخواني ولسمشر زوی د "فساد" د جرم په تور،"په غیر قانوني توګه د پیسو د تطهير" د جرم په تور، د "زور زیاتي" د جرم په تور "په غیرقانوني توګه د وسلو د اخیستلو، لېږدولو، پلورلو، زیرمه کولو او د چاودېدونکو توکو د ساتنې" د جرم په تور او په همدې ډول"د رسمي دولتي دندې نه په ناوړه توګه د ګټې اخیستنې په تور" محکمه شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی