په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ او سعودي شهزاده

    سعودي شهزاده او ټرمپ ـ د نړۍ دوه خطرناک شخصيتونه

    © AP Photo/ Evan Vucci
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24921

    برتانوۍ انډيپينډنټ ورځپاڼې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د نړۍ تر ټولو خطرناکه کسان معرفي کړي دي.

    ورځپاڼې ويلي، ټرمپ د ځمکې پر مخ تر ټولو خطرناک شخص دی. ټرمپ چې سعودي عربستان ته خپل لومړنی بهرنی سفر پېلوي، سعودي کې به محمد بن سلمان چې د خپل پلار وليعهد او د سعودي دفاع وزير هم دی، وګوري.
    د محمد بن سلمان په تړاو وېل کېږي چې د خپل يو اتيا کلن پلار وروسته د سعودي حکومت کې دويم شخص دی. يادې ورځپاڼې ويلي، په تېرو دوه نيمو کلونو کې محمد بن سلمان ناسمو پرېکړو او خاميو له امله مشهور شوی دی. شهزاده محمد بن سلمان د سوريې او يمن په چارو کې هم لاسوهنه کوي.
    څه موده وړاندې محمد بن سلمان د امريکا له ولسمشر سره په واشنګټن کې هم ليدلي وو. د ټرمپ په راتګ په سوريه کې امريکا لاسوهنه ډېره کړه او په لومړي ځل يې توغندي وويشتل. دغه راز، له روسيې، مکسيکو او شمالي کوريا سره يې هم اړيکې ترينګلې دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی