په ژوندی پڼه خپرونه
    حامله

    نارينه غواړي د ښځو په شان اميندوارۍ تجربه کړي

    © Fotolia/ aragami
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29911

    په چين کي ځيني نارينه غواړي چي د ښځو هغه زحمتونه او دردونه چي د اميندوارۍ او ماشوم د زېږون پروخت ئې لري يوار خپله مصنوعي تجربه کړي.

    په می مياشت کي د چين يوه روغتون نارينه وو ته داسي امکانات برابر کړل چي د مور احساس يو وار خپله تجربه کړي.
    په دغه روغتون کي نارينه وو ته داسي پلاستيکي نسونه وتړل شوې چي د يوې اميندواري مېرمني د نس وزن لري.
    ډاکترانو د نارينه قد او وزن ته په کتو سره دویته مصنوعي نس بسته کاوه.
    دغو نارينه وو چي مصنوعي خېټي ورته تړل شوي وې، داسي کارونه وکړل چي يوه ښځه ئې د اميندوارۍ پرمهال کوي، څو دوی ته اميندوارۍ پر وخت د ښځو تکاليف ور معلوم شي.
    د اميندوارۍ پرمهال ډېرو ښځو ته د ملا درد پيدا کړي او د دغه درد او د شمزۍ مورو د زيانمندېو د مخنيوي له پاره پر بادي توپ باندي کېني. نارينه وو هم دغه کار وکړ.
    د اميندوارۍ پرمهال کېناستل او ولاړېدل آسانه کار نه دی. په ځانگړې توگه د اميندوارۍ په وروستيو مياشتو کي. هغه نارينه چي باور نه لري چي ښځو دومره په تکليف وي د دغه چيناييانو په شان دې يووار تجربه کړي.
    په دغه روغتون کي د نارينه وو بدن ته د دغه ماشين په مرسته داسي دردونه هم انتقال شول چي يوه ښځه ئې د ماشوم د زېږون پر وخت لري.
    دلته نارينه په دې پوه شول چي يوه مېرمن د ماشوم د زېږون پر وخت څومره زورور درد لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی