په ژوندی پڼه خپرونه
    په راتلونکې کې ستر ناورینونه په ګوته شوي(ویډیو)

    په راتلونکې کې ستر ناورینونه په ګوته شوي(ویډیو)

    © REUTERS/ Chen Zhuo/Yangzi River Daily
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27410

    د یوټیوب په کرښه د RealLifeLore کانال په راتلونکو ملیارد کلونو کې د سترو ناورینونو ویډیو خپره کړې ده.

    په دې ډول، اته زره کاله وروسته به په سافټویرونو کې د نېتو په تړاو ستونزه چې د څلورو عددونو پر ځای باید ۵ عدده وکارول شي، رامنځ ته شي.

    ۵۰ زره کاله وروسته به د یخ نوی پیر راشي او د نیاګر پارک په له منځه ولاړ شي. د۵۰۰ زرو کلونو په اوږدو کې ښايي ځمکه د یو اسماني کاڼي سره چې یو کیلومتر قطر لري، ټکر شي. نیم ملیون ملیون کاله وروسته کېدای شي، ستر اورغورځونکی په لمبو راشي. تر دې وخت به د Betelgeuse ستوری نوی شي.

    ۵۰ ملیونه کاله وروسته به فوبوس د مریخ پر سطحې ولوېږي. ۱۰۰ ملیونه کاله وروسته به زمونږ پر سیارې یو اسماني کاڼی چې ۱۰ کیلومتره قطر لري، راولویږي او ساتونرن په بشپړه توګه له کړیو پرته پاتې شي. ۴۰۰- ۵۰۰ میلیونه کاله وروسته به ډیره ستره ګاما وړانګه را منځ ته شي. د اوزون طبقه به له منځه ولاړه شي. د لمر وړانګې به لا نورې روښانه او تېزې شي، چې له دې سره به په اقلیم کې بدلون را منځ ته شي. د کاربن دای اکساید کچه به ټيټه او په پایله کې به یې فوتوسنتز ناښونی وي. په پای کې، د ځمکې سمندرونه په یوه میلیارد کاله وروسته له منځه ولاړ شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی