په ژوندی پڼه خپرونه
    د متحده اماراتو شاهزادگۍ  د محاکمه کیدا له خطر سره مخامخ شوې

    د متحده اماراتو شاهزادگۍ د محاکمه کیدا له خطر سره مخامخ شوې

    © AFP 2017/ Fayez Nureldine
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 83901

    د متحدو عربي اماراتو څو شهزادگيو په بروکسل کي د خپلو رخصتيو پرمهال په هوټل کي له هغو کارکوونکو سره ناوړه چلنذ کړی چي دوی د خدمت لپاره استخدام کړي وو.

    د متحدو عربي اماراتو يوې شهزادگي شيخه حمده آل نهيان، په 2008م کال کي له خپلو اوو لوڼو سره د بلجيم د پلازمېني بروکسل د کونراد هوټل يو پوړ کرايه کړ وو او څو مياشتي يې هلته خپل وخت تير کړ.
    په دغه وخت کي دوی له هغو 20 کارکوونکو سره چي د دوی خدمت ئې کاوه ناوړه چلند کړی دی. دغو کارکوونکو ته نه سمه ډوډۍ ورکول کېده، نه ئې د خوب ځای معلوم وو، نه ئې د اقامت او نه ئې هم د کار اجازه لرله.
    د آل نهيان کورنۍ د متحدو عربي اماراتو هغه یوه بانفوذه کورنۍ ده چي څه موده مخکي ئې د انگلستان د «مانچستر سيټي» فوټبال کلب هم رانيولی وو. اوس به نو دغه اته شاهزادگۍ له کارگرو سره د خپل چلند په اړه په محکمه کي ځواب وايي.
    پر دوی باندي د انساني قاچاق او د کار له قانون څخه د سرغړوني تور دئ.
    دغه ټولي خبري هغه مهال د بلجيم مامورينو ته روښاني شوې چي له يادو کارگرو ښځو څخه يوه ئې له هوټله په تېښته بريالۍ شوه او پوليسو ته ورغله.
    کله چي پوليس هوټل ته ورغلي او حالت ئې له نیږدې کتلی، روښانه شوې ده چي په رښتيا هم له کارکوونکو سره غير انساني چلند شوی دي. وروسته نو بیا دغه قضيه محکمې ته وړاندي شوه.
    دا چي ولي محکمه نژدې 9 کاله وروسته پيليږي علت ئې «حقوقي ستونزي» بلل شوی دی.
    د بلجيمي رسنيو د راپورونو له مخي د دغي سلطنتي کورنۍ وکيل شکايت کړی وو چي د پوليسو دغه شان پلټنه قانوني نه وه، چي دغه موضوع بیا کلونه وخت ونيو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی