په ژوندی پڼه خپرونه
    خپل میړه ته دوکه ورکوونکې مېرمن به دوه کاله مړي مينځي

    خپل میړه ته دوکه ورکوونکې مېرمن به دوه کاله مړي مينځي

    © REUTERS/ Goran Tomasevic
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1043 0 0

    په ايران کې يوې محکمې هغه ښځه چې خپل خاوند ته يې دوکه ورکړې وه، په درو وهلو او په مرده خانه کې په دوه کاله مړو مينځلو محکومه کړې ده.

    د ايسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه ۳۵ کلنه ښځه چې مينا نومېږي له خپل خاوند پرته يې له يوه بل شخص سره ناروا اړيکې درلودې.
    مينا چې له هغه بل شخص سره يې له اړيکو لرلو انکار کړی و، هغه مهال چې پوليسو پلټنې پېل کړې او پوه شوه، چې خاوند يې پرې خبر شوی؛ نو په خپل جرم يې اعتراف وکړ. له جرم منلو وروسته تهران کې يوې محکمې دواړه په يوه غېر علني محکمه کې په سزا ورسول. مينا ته يې دوه کاله د مړو مينځلو او ۷۴ درو وهلو سزا واوروله. محکمې هغه شخص چې له مينا سره يې ناروا اړيکې درلودې، په ۹۹ درو او یو بل ښار ته په تبعيد محکوم کړ.
    له دې وړاندې په ايران کې تورن کسان په ډبرو ويشتل کېدل (سنګسارېدل) چې دغه کار نورې نړۍ وغنده. له ۱۹۸۰ ز کال تر ۲۰۱۰ ز کال پورې په ايران کې ۱۵۰ تورن کسان سنګسار شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی