په ژوندی پڼه خپرونه
    دوه دقيقې خندا له شل دقيقې منډې سره برابره ده

    دوه دقيقې خندا له شل دقيقې منډې سره برابره ده

    © Sputnik/ Dmitry Astakhov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23930

    خندا رواني او عقلي روغتيا ته مهمه ده او له هغو کسانو سره ستره مرسته کوي چې د دردونو د هېرولو توان نه لري او په سخته وېره اخته دي.

    په وروستيو کې خپرې شوې يوې څېړنې ښودلې ده، چې خندا رواني او عقلي روغتيا ته مهمه ده او له هغو کسانو سره ستره مرسته کوي چې د دردونو د هېرولو توان نه لري او په سخته وېره اخته دي. دغه راز دوه دقيقې خندا له شل دقيقې منډې وهلو سره برابره ده.
    له پخوانيو څېړنو سره سم دوه دقيقې خندا له شل دقيقې منډې او ګام وهلو سره برابره ده، چې دواړه روغتيا ته يوه اندازه ګټه رسوي. څېړنې څرګنده کړې ده چې لويان د ورځې ۱۵ ځل خاندي خو کوچنيان بيا ۴۰۰ ځل خندا کوي.
    سرچينې ويلي، چې پوهان دې پايلې ته رسېدلي، چې خند که حقيقي نه وي خو پر بدن مثبت اغېز کوي، ځکه د خندا پر مهال هوا سږو ته په زور ننوځي چې له امله يې د بدن حجرې لا ډېر اکسيجن اخلي او په دې سره خپګان او فشار له منځه ځي.
    پوهانو د همدې له پاره پر ۷۷ کسانو ازموينه وکړه او هغوی يې کنګل شويو اوبو ته واستول، په دوی کې هغو کسانو تر ډېره د يخنۍ د درد مقابله کړې وه، چې خندا يې کوله، دا ځکه چې هغوی د نورو پر نسبت ۳۰ سلنه کم د يخنۍ درد احساس کړی و.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی