په ژوندی پڼه خپرونه
    ښځو ته کوم نارینه زیات جذاب وي؟

    ښځو ته کوم نارینه زیات جذاب وي؟

    © Sputnik/ Alexey Malgavko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 268530

    په اروپا کې له یوې څېړنې سره سم د ښځو لپاره د نارینه وو تر لیاقت او واک د دوی قوت زیات جذابیت لري.

    څېړنه وايي، ښځې غښتلو نارینه وو ته زیاته لېوالتیا ښيي ځکه چې دوی ته د خپلو کمزورتیاوو لپاره له جسمي پلوه د ژوند قوي ملګری مهم دی.
    همدا علت دی چې د بریتانیا د فوټبال پخوانی لوبغاړی ډیوید بېکهم، د پرتګال د فوټبال تکړه لوبغاړی کریستیانو رونالډو او رافیل نډال تر خپلې وړتیا زیات ستایل کېږي.
    د مونشن پوهنتون استاد ډاکتر ایریک پوستما پر800 تنو، چې اکثره یې ښځې یا نجونې وې، د خپلې څېړنې په ترڅ کې د نارینه وو د جذابیت په اړه نظرونه پوښتلي دي.
    د ده په څېړنه کې نتیجه اخیستل شوې چې ښځو ته تر ټولو ښه روغه سټه، قوي شخصیت او په سیالیو کې مخکښ نارینه زیات جذاب ښکاري.
    په دې څېړنه کې په زړه پوري ټکی دا دی چې د هر کلتو او ملیت ښځو ته پیاوړی نارینه جذاب ښکاري.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی