په ژوندی پڼه خپرونه
    مکین د ترامپ په اداره کی روانې پیښې د واټرګیټ له جنجال سره مقایسه کړې

    مکین د ترامپ په اداره کی روانې پیښې د واټرګیټ له جنجال سره مقایسه کړې

    © AP Photo/ J. Scott Applewhite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3002

    امریکايي سناتور جان مکین ویلي چی په اوسني وخت کی د جمهور رییس دونالد د ترامپ په اداره کی او شخصاً له هغه سره روانې پیښې د واټرګیټ له جنجال سره مقایسه کولی شو.

    لکه چی The Hill خبر ورکړی، هغه دا خبرې د جمهوریت په بین المللی انستیتوت کی د شپې د ډوډوی په ترځ کی د وینا په وخت کی څرګندې کړې.
    نوموړي وویل:«موږ دا دمخه په سینما کی لیدلي وو. هغه د واټرګیټ تر مقیاسه رسیدلې. دا د هیواد لپاره ښه نه ده».
    په وروستیو څو ورځو کی ترامپ د جنجالي خپرونو د بشپړې لړی په اړوند د ټولنیزو کړیو د پاملرنې په مرکز کی واقع شوی.
    په دې توګه، د The New York Times ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چی د FBI پخواني رییس جیمس کومي د جمهور رییس اعتماد له لاسه ورکړی وو او له کاره ګوښه شوی وو، ځکه چی شخصاً ترامپ ته یې له وفاداری ډه ډه کړې وه.
    د واټرګیټ جنجال — په ۱۹۷۲ — ۱۹۷۴ کلونو کی سیاسي جنجال وو چی د جمهور رییس ریچارد نیکسون په استعفا تمام شو. دا د امریکا په تاریخ کی یوازینی پیښه وه، کله چی جمهور رییس په ژوند کی له وخت څخه دمخه له خپلو دندو لاس واخیست.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی