په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ لاوروف ته د پټو معلوماتو ورکولو سره د اسراییلي اجنټ ژوند له ګواښ سره مخ کړ

    ټرمپ لاوروف ته د پټو معلوماتو ورکولو سره د اسراییلي اجنټ ژوند له ګواښ سره مخ کړ

    © Photo/ Twitter/MFA Russia
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 430 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته د پټو معلوماتو ورکولو سره د اسراییلي اجنټ ژوند د ګواښ سره مخ کړ.

    د CNN ټلویزیوني کانال د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د داعش په ډله کې اسراییلي جاسوس امریکا ته ددغې ډلې د جګړه مارانو لخوا د نوو بمونو د تولید په هکله معلومات ورکړي وو.

    له دې مخکې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی وو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال لاوروف ته دداعش ډلې په هکله پټ معلومات ورکړي وو.

    له دې بیا وروسته ځیني امریکايي چارواکو په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلیرسن او د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار ګیربیرټ ماکماسټر په دې هکله خبرونه رد کړي وو.

    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت رسمي استازي ماریا زاخارووا په خپل وار وویل؛ چې په رسنیو کې ددغو معلوماتو خپرول مخامخ د سیاسي موخو  ترتیبول دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی