په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د سنا په مجلس کې د ټرمپ لخوا د فیلین په تړاو له کومي نه د غوښتنې په اړه شکونه را پیدا شوي دي

    د امریکا د سنا په مجلس کې د ټرمپ لخوا د فیلین په تړاو له کومي نه د غوښتنې په اړه شکونه را پیدا شوي دي

    © Sputnik/ Eduard Pesov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 132 0 0

    د امریکا د سنا په مجلس کې ځینو سناتورانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ملي امنیت په چارو کې د پخواني سلاکار مایکل فیلین د څیړنو د بندولو په تړاو د امریکا د څارګرې ادارې له پخواني مشر جیمز کومي نه د غوښتنې په اړه شکونه را پیدا شوي دي.

    د Washington Examiner رسنۍ په اند؛ په دې، په ځانګړې توګه د استخباراتي کمېټې مشر ریچارد بیر هم باور نه لري.

    ریچارد بیر څرګنده کړه؛«زه ډاډه یم، چې د ځارګرې فدرالي ادارې مشر به مونږ ته ددې غوښتنې په هکله څه ویلي وای خو هغه هیڅ کله هم په دې هکله څه ویلي نه وو» او زیاته یې کړه؛ چې ددغو ډول تورونو لپاره د بې پتې سرچینې پرته بل هیڅ څه ته اړتیا نشته.

    د نوموړي په وینا؛ که دداسې خبرو په هکله کوم سند موجود وي نو باید چې خلکو ته وښودل شي.

    دې ته ورته نظر سناتور لیندسي ګریم هم لري. د هغه په اند؛ بې له شواهدو په چا حکم کولو ته اجازه نشته.

    نوموړي وویل:«زه نه غواړم ددې یادونې په هکله څه ووایم. مونږ د کاغذ د یوې ټوټې له مخې څوک محکومولای نه شو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی