په ژوندی پڼه خپرونه
    د بن لادن زوی قسم خوړلی چی له امریکایانو به د خپل پلار غچ واخلي

    د بن لادن زوی قسم خوړلی چی له امریکایانو به د خپل پلار غچ واخلي

    © AP Photo/ Anonymous
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 325 0 0

    په موندل شوو لیکونو کی دغه سړي د دغه هدف په خاطر د تروریستي شبکې د جوړولو او رهبري کولو وعده ورکړې.

    د امریکا د څیړنو د فدرالي ادارې پخواني اجنټ د CBS له تلویزیون سره په مرکه کی خبر ورکړی چی په پاکستان کی د حمزه بن لادن لیکونه موندل شوي وو. په هغو کی ده د خپل پلار د غچ اخیستو په خاطر د تروریستي شبکې د جوړولو او رهبري کولو وعده ورکړې وه. په موندل شوو کاغذونو کی ویل شوی: موږ د دې په خاطر د غچ اخیستلو نیت لرو، څه چی تاسې زما له پلار، عراق او افغانستان سره کړي. امریکایانو موږ همدا اوس راځو او تاسې به دا احساس کړی.
    لیکونه د تروریست زوی، لادمخه، هغه وخت، لیکلي وو، کله چی دۍ ماشوم وو. هغوی یې د تلاشی په وخت کی، وروسته تر هغه موندلي وو، کله چی بن لادن په خپل کور کی په پاکستان کی په ۲۰۱۱ کال کی د امریکا د سمندري ځواکونو د خاصې قطعې له خوا وژل شوی وو.
    همزه بن لادن خپل پلار ته لیکلي وو: هر نظر، هره خندا چی تا ماته کړې وه او هره کلمه چی تا ماته ویلې. زه فکر کوم چی زه یې له فولادو جوړ کړی یم. د خدای په نامه د جهاد لاره — دا هغه څه دي چی موږ د هغو په خاطر ژوند کوو.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی