په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ نه د پلټنو غوښتنه شوې

    د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ نه د پلټنو غوښتنه شوې

    © AP Photo/ J. Scott Applewhite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10110

    ټول دیموکراتان، چې د څارنې، د دولتي اصلاحاتو او د سنا د قضایي کمیټې غړي دي، غوښتنه کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د عدلیې د چارو وزیر جیف سیشانس او د سپينې ماڼۍ د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو نه زر تر زره پلټنې وشي.

    د Hill د رسنۍ د خبر له مخې، د دواړو کميټو ریسانو ته استول شوی لیک ددغو کمېټو د ۳۳ غړو، دیموکراتانو له خوا لاسلیک شوی دی.

    رسنۍ ددموکراټانو لخوا د لیک له مخې کاږي:«مونږ د څارنې، د دولتي اصلاحاتو او د سنا د قضایي کمیټې غوښتنه کوو؛ چې زر تر زره باید په دې هکله چې د امریکا ولسمشر ډوتالډ ټرمپ او د هغه لوړ پوړي چارواکي په هغې دسیسې کې ښکیل دي، چې د فدرالي څارګرې ادارې، د عدلیې د چارو وزارت او ګانګرس لخوا د ولسمشرۍ ته د ټاکنو پر مهال د روسیې سره د ډونالډ ټرمپ د کمپاین د غړو د اړیکو په تړاو د روانو پلټنو مخنیوي کوي».

    په دې هکله د سند له مخې ویل کېږي:"دا د منلو وړ نه ده- چې ددې رسواییو له پامه غورځولو ته دوام ورکړو".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی