په ژوندی پڼه خپرونه
    په ژینوا کې په لیلام کې د ۵۷ ملیونو ډالرو په ارزښت غوږوالۍ پلورل شوې دي

    په ژینوا کې په لیلام کې د ۵۷ ملیونو ډالرو په ارزښت غوږوالۍ پلورل شوې دي

    © Sputnik/ Evgenya Novozhenina
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9410

    په ژینیوا کې د Sotheby's په نوم کور کې په لیلام کې د الماسو غوږوالۍ په ۵۷ ملیونه ډالره وپلورل شوې. په دې هکله خبر د Europe 1 راډیو ورکړی دی.

    ویل کېږي، چې دغې غوږوالۍ جوړه د څاڅکو په بڼه جوړه شوې چې یوه یې د نیلي الماس نه او بله یې ګلابي الماس نه جوړه شوې ده. ددغو جلا جلاغوږوالیو الماس له دې مخکې په یوې ګوتې کې ایښودل شوي وو. دغه غوږوالۍ د اسیا نه یو نامعلوم تن پیرودلې دي.

    د راډیو د خبر له مخې، نیلي الماس چې "Apollo Blue"نومېږي او وزن یې ۱۴،۵ کراته دی، د ۴۲ ملیونو ډالرو نه په لوړه بیه پلورل شوی دی. ویل کېږي چې په دې ډول کې دا تر ټولو ستر الماس وو، چې په لیلام کې وپلورل شو.

    ګلابي الماس چې "Artémis Pink" نومېږي او وزن یې ۱۶ کراته دی، په ۱۵،۴ ملیونه ډالره پلورل شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی