په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: اسلامي نړۍ کولای شي، د تروریزم پر ضد مبارزه کې د روسیې په ملاتړ حساب وکړي

    پوتین: اسلامي نړۍ کولای شي، د تروریزم پر ضد مبارزه کې د روسیې په ملاتړ حساب وکړي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29710

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسیه د سیالانو سره د تروریزم پر ضد د مبارزې په لړ کې د همکاریو پياوړتيا لپاره چمتو ده. په دې هکله خبر کریملن ورکړی دی.

    د ولادیمیر پوتین لخوا په هغه تیلګرام کې چې «روسیه — اسلامي نړۍ» د غوندې ګډونوالو ته استول شوی دی، کښل شوې:"زه غواړم په ټینګار سره ووایم، چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې اسلامي نړۍ کولای شي په بشپړه توګه د روسیې په ملاتړ او مرستو باندې تکیه وکړي. مونږ د سیالانو سره د تروریزم پر ضد د مبارزې په لړ کې د همکاریو پياوړتيا او د سیمیزو شخړو نه د وتلو په موخه د حل د لارو چارو موندلو لپاره چمتو یو».

    د روسیې ولسمشر باور څرګند کړ، چې د ګډو هڅو په پایله کې کولای شو، د نړیوال امنیت او ثبات په ټینګښت، د عادلانه او ولسواکه نړۍ د نظم په جوړښت کې چې"د نه زغم، تبعیض او قدرت طلبۍ له امرونه پرته وي" ډیر څه کولای شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی