په ژوندی پڼه خپرونه
    د Playboy یوه اداکاره په جمنازیوم کې د۷۰ کلنې ښځې د لوځو انځورونو د خپرولو له کبله بندي شوه

    د Playboy یوه اداکاره په جمنازیوم کې د۷۰ کلنې ښځې د لوځو انځورونو د خپرولو له کبله بندي شوه -(انځور)

    © Flickr/ Tamera Clark
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 199 0 0

    محکمې د Playboy د اداکارې د دینې میتیرس شواهد او هیله چې د Snapchat په کرښه یې د یوې زړې ښځې لوڅ انځورونه، چې په جمنازیوم کې د جامو د بدلولو په خونه کې اخیسي او خپاره کړي وو، په پام کې ونه نیوه. هغه یې زر ډالره جریمه او د نیم کال لپاره په بند محکومه کړه. په دې هکله خبر د The Independent ورځپاڼې ورکړی دی.

    د دینې میتیرس مدافع وکیل هڅه وکړه، ثابته کړي، چې د کاليفورنيا په قانون کې د پټنتیا مساله مبهمه او په اساسي قانون کې نشته، خو د لاس انجلس محکمې بیا دا دلایل ونه منل. په دې تړاو وروستۍ پرېکړه د مای د میاشتې په ۲۶ نېټه ونیول شوه.

    د دینې میترس په تړاو څېړنې د ۲۰۱۶ ز- ل کال د سپتمبر په میاشت کې وروسته له هغې پیل شوې وې، چې ددغې جلې دغه کړنه د بریښنا په کرښه تر نیوکو لاندې راغله او د سپک عمل په نوم یاده شوه. د Playboy یادې اداکارې د Snapchat په کرښه د یوې زړې ښځې لوڅ انځورونه چې په جمنازیوم کې د جامو د بدلولو په خونه کې اخیسي وو، د بریښنا په کرښه ددې یادونې سره «زه چې دا کتلای نه شم نو تاسې هم کولای نه شئ»،خپاره کړي وو.

    په دې تړاو د نیوکو وروسته دغه جلۍ د KLOS راډیو کې د Heidi & Frank په سحرنۍ حپرونه کې له دندې ګوښه شوه. په پایله کې هغې بښنه وغوښته او وې ویل، هغې غوښتل، چې دغه انځورونه خپلې ملګرې ته ولېږي خو بټنې یې غلطې کړې او دغه انځور د ټولو لپاره د لیدو وړ شو.

    She's a momma's girl💗"Love the people(and dogs) God gave you, he will need them back one day."

    Публикация от Dani Mathers (@missdanimathers) Июн 27 2016 в 9:54 PDT

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی