په ژوندی پڼه خپرونه
    یوه مار ګنګرو تیره کړه او تمساح ته ورته شو

    یوه مار ګنګرو تیره کړه او تمساح ته ورته شو

    © Photo/ Susan Jewell, U.S. Fish and Wildlife Service (or USFWS)
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52801

    د اسټرالیا یوې اوسېدونکې د خپل کور په څنګ کې یو ډیر لوی امریکايي مار چې له ورایه تمساح ته ورته وو، لیدلی دی.

    امریکايي مار چې په استرالیا کې تر ټولو لوی مار دی، په منخنې توګه دغه ماران ۳،۵ متره اوږده دي خو ځینې تر ۸ مترو اوږده هم په سترګو کېږي. دغه ۵ متره مار د کیسلانډ په ایالت کې لیدل شوی وو. مار کوم شی خوړلی او پړسېدلی او له ورایه یوې تمساح ته ورته وو.

    د پېښې سیمې ته مارنیوونکی راغوښتل شوی وو ، د خپلې تجربې سره سره هغه دومره لوی مار لیدلی نه وو د مار د نېولو په موخه یې د خپل ملګري مرسته وغوښته او مار یې ونیو او خوندي یې کړ. مار نیوونکی د پېښې له کبه دومره حیران وو، چې ددې کار په بدل کې یې پېسې هم وا نه خیستې. د کارپوه په وینا مار د خوړل شوې کنګرو سره یو ځای ۴۰ کیلوګرامه دروند وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی