په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د روسیې په چارو کې د څارنوال د ټاکنې په هکله وروسته له هغې خبر شو، چې د هغه د ګمارل کېدو امر لاسلیک شوی وو

    ټرمپ د روسیې په چارو کې د څارنوال د ټاکنې په هکله وروسته له هغې خبر شو، چې د هغه د ګمارل کېدو امر لاسلیک شوی وو

    © REUTERS/ Chris Keane
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 197 0 0

    د امریکا د عدلیې د چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د څارګري فدرالي اداري د پخواني مشر د کار دڅېړنو په موخه ځانګړی څارنوال روبیرت میلیر ټاکلی دی. د رسنۍ د خبر له مخې، په دې هکله پریکړه د څارنوالۍ د مرستیال، د عدلیې د چارو وزارت د مرستیال روډ روزینسټاین لخوا نېول شوې ده.

    د امریکا د عدلیې د چارو وزیر(لوی څارنوال) جیف سیشانس او ولسمشر وروسته له هغې چې په دې هکله امر لایلیک شوی وو، خبر شول. د رسنۍ د خبر له مخې، لوی څارنوال په همدې وخت کې په سپینه ماڼۍ کې وو خو ددغه ځانګړي څارنوال د ټاکنې خبر نه وو.

    د CNN د ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، کله چې سپینې ماڼې ته په رسمي توګه د ځانګړي څارنوال په توګه د میلیر د ټاکنې په هکله خبر ورکړ شو، ډونالډ ټرمپ د امریکا د څارګرې فدرالي ادارې د ریاست لپاره د نوماندانو سره کتنه درلوده. د یاد ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ته په دې هکله خبر د هغه سلاکار ورکړی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی