په ژوندی پڼه خپرونه
    د ترامپ ټیم د فلین په اړوند د څیړنو په هکله د هغه تر ټاکل کیدو دمخه خبر وو

    د ترامپ ټیم د فلین په اړوند د څیړنو په هکله د هغه تر ټاکل کیدو دمخه خبر وو

    © AP Photo/ Manuel Balce Ceneta
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1720

    د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ د انتقالي مرکز ټیم خبر وو چی مایکل فلین د ملاتړکوونکي فعالیت له کبله ترتحقیق لاندې دی، خو، سره له دې یې، هغه د ملي امنیت په چارو کی د سلاکار په توګه ټاکلی وو.

    لکه څرنګه چی د The New York Times ورځپاڼې خبر ورکړی، فلین د فبروري په ۴ نیټه د سپینې ماڼۍ اوسني حقوقي مشاور دونالد ماکګان ته خبر ورکړی وو چی د ده په هکله د ترکیې د حکومت په نمایندګی د حمایتي کار په خاطر فدرالي څیړنې ترسره کیږي.
    ویل شوي چی سره له دې، فلین د ترامپ د مشاور په توګه ټاکل شوی وو او محرمو معلوماتو ته یې اجازه ترلاسه کړې وه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی