په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنیو په داعش کی د کیمیاوي وسلې په چارو کی د کارپوهانو د څانګې د جوړولو په هکله خپر ورکړی

    رسنیو په داعش کی د کیمیاوي وسلې په چارو کی د کارپوهانو د څانګې د جوړولو په هکله خپر ورکړی

    © Sputnik/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 32 0 0

    د امریکا د استخباراتو د اټکل له مخې د «اسلامي دولت» (داعش) تروریستي ډله د کیمیاوي وسلې په برخه کی خپل ټول کارپوهان له عراق او سوریې څخه په نوې «څانګه» کی سره راغونډوي. په دې هکله CNN د امریکایي مقاماتو د استازي په قول خبر ورکړی.

    تلویزیون وايی چی « د دغې هستې په ترکیب کی له عراق او سوریې څخه د کیمیاوي وسلې په برخه کی متخصصین شامل دي چی دمخه یې یوځای کار نه کاوه». نوې څانګه په سوریه کی د داعش تر کنترول لاندې سیمه کی، د میادین او ال قایم د ښارونو ترمنځ، جوړیږي.
    په اټکلي توګه داعش د کیمیاوي وسلې په برخه کی ظرفیتونه سره یوموټی کوي، تر څو له پاته مرکزونو د دفاع توان ټینګ کړي.
    د پنتاګون استازي ادریان رینکین- هیلویې تلویزیون ته خبر ورکړ:«موږ خبر یو چی هغوی زیات شمیر مشران له رقې څخه لیږدولي او موږ ګمان کوو چی هغوی تخنیکي برخه هم لیږدولې ده».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی