په ژوندی پڼه خپرونه
    یوه سړي د شوماهر له کورنۍ ۹۰۰ زره ایرو غوښتلې او د هغوی د ماشومانو د وژلو ګواښ یې کړ

    یوه سړي د شوماهر له کورنۍ ۹۰۰ زره ایرو غوښتلې او د هغوی د ماشومانو د وژلو ګواښ یې کړ

    © Sputnik/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 130 0 0

    یوه سړي د میخاییل شوماهر د ښخې نه، د کارینې نه ۹۰۰ زره ایرو غوښتې او د ماشومانو په وژنې یې تهدید کړې وه. په دې هکله خبر د Focus رسنۍ د Bild ورځپاڼې په حواله ورکړی دی.

    ویل کېږي، چې پېښه د ۲۰۱۶ ز- ل کال د فبروري په میاشت کې را منځ ته شوې وه. یوه ۲۵ کلن سړي دبریښنا په کرښه د شوماهر ښځې ته پیغام استولی وو او د هغې نه یې ۹۰۰ زره ایرو غوښتې وې.

    په لیک کې ویل شوي وو:«که چرته پېسې د مارچ د میاشتې تر۳۱ نېټې را ونه رسېږي، نو ستاسې ماشومان به په یو ډول نه په یو ډول له منځه ولاړ شي».

    پولیس وتوانېدل، چې د حساب د شمېر له مخې، چې هغه د پېسو د استولو په موخه کارینې ته لېږلی وو،  وپېژني.

    په محکمه کې دغه سړي په خپل جرم اعتراف وکړ، خو ونه توانېد، چې د خپل د عمل انګېزه څرګنده کړي.    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی