په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايي سناتورانو له انقرې غوښتي، چې په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت سره د نښتې له کبله بښنه وغواړي

    امریکايي سناتورانو له انقرې غوښتي، چې په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت سره د نښتې له کبله بښنه وغواړي

    © Photo/ Ttarasiuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 123 0 0

    امریکايي سناتوران غواړي، چې په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت سره د نښتې له کبله انقره بښنه وغواړي. په دې هکله خبر The Hill رسنۍ ورکړی دی.

    په دې هکله د امریکايي سناتورانو، جمهوري پلویانو مارک روبیو، تید کروز، توم کوتن او مایک لي په ګډه اعلامیه کې ویل کېږي:«مونږ په واشنګټن کې د ترکیې سفارت په څنګ کې نښتې په کلکه غندو».

    هغوی د ترکیې په دولتي چارواکو غږ کړی، له دې کبله چې پر لاریون کوونکو په برید کې د ترکیې دولتي چارواکو برخه درلوده او دا د امریکا په اساسي قانون کې د ارزښتونو سره سمون نه خوري، زر تر زره بښنه وغواړي.

    د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې لوړ پوړي چارواکي دموکرات بن کاردین هم د ترکیې غوښتي، چې د پېښې له کبله بښنه وغواړي.

    له دې مخکې خبر ورکړ شوی وو؛ چې په واشنګټن کې د ترکیې د ولسمشر طیب رجب اردوغان د ساتونکو، د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ نښته را منځ ته شوې وه، په رسنیو کې د خبرونو له مخې، په پېښه کې ۹ تنه زیانمن شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی