په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودي عربستان د وسلو د جوړولو ملي کمپنی جوړوی

    سعودي عربستان د وسلو د جوړولو ملي کمپنی جوړوی

    © AP Photo/ Hassan Ammar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 47510

    سعودي عربستان داسې ملي کمپنی جوړوی چی د خپلو پوځی – صنعتي څانګو د جوړولو د ستراتیژی په چوکاټ کی به د پوځي – صنعتي مجتمع د محصولاتو مسوولیت پرغاړه ولري. په دې هکله د سعودي عربستان د SPA خبري آژانس د پانګې اچوونې د خپلواک فوند په حواله خبر ورکړی.

    د آژانس د معلوماتو له مخې، نوې کمپنی به تر ۲۰۳۰ کاله د شاهي دولت د انکشاف او د سعودي د پوځي صنایعو د پروګرام په چوکاټ کی مهم جوړښت وي چی پوځي څانګو ته به محصولات او خدمتونه رسوي او له ډیرو لوړو نړیوالو ستندرتونو سره به سمون ولري.
    د نوې « سعودي کمپنی په وړاندې د پوځي محصولاتو د تولید په غرض» له ۲۵ څخه زیاتو پوځی — صنعتي کمپنیو څخه د ۲۰۳۰ کال ترپیله په نړیواله سطحه د هولډینګ د جوړولو ستراتیژیکه دنده قرار لري، ترڅو د وسلو په نړیوال تولید کی خپل ځای ونیسي.
    لکه چی آژانس ویلي، د نوې کمپنی ونډه به د هیواد په ملی ناخالص محصول کی ۱۴ میلیارده سعودی ریاله (له ۳،۷ میلیاردو ډالرو سره برابره) وي. سربیره پردې، په پام کی دي چی کمپنی به ۶ میلیارده ډالره (د ۱،۶ میلیادو ډالرو معادل) په نوو طرحو کی پانګه واچوي. نوی سازمان په شاهي دولت کی د عالي تخنالوژیکی څانګو د متخصصینو لپاره ۴۰ زره کارځایونه ایجادوي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی